په پروان کي د تيلو ټانکر چاودني لس کسان وژلي
۱۳۹۰ آبان ۴, چهارشنبهد پروان د چارواکو په خبره، پيښه هغه وخت رامنځ ته سوه، چي د تيلو په يوه ټانکر، کي ځای پر ځای سوی بم دغه ټانکر سوری کړ او د تيلو بهېدل پيل سول او کله چي خلک د تيلو د تر لاسه کولو له پاره ټانکرته نزدې سول دوهمه چاودنه رامنځ ته سوه، چي ډير کسان يي ووژل.
د پروان د ولايت وياندي، روشانه خالد د دويچه ويله پښتو ويب پاڼي سره په تليفوني خبرو کي وويل:
«کله چي خلګ ټانکر ته را نزدې شول ترڅو د سوري څخه را روان تيل تر لاسه کړي، يو بله لا پياوړي چاودنه رامنځ ته سوه.»
تر اوسه لا د دوهمي چاودني عامل نه دی پيژندل سوی. د پروان ولايت والي، بشير سالنګي، وايي چي په پيښه کي لس کسان وژل سوی او ۲۵نور ټپيان دي.
خو په سيمه کي عيني شاهدان وايي، چي د مړو شمېره تر دې ډيره ده، او کيدای سي، چي نوره هم ډيره سي. دا په داسي حال کي ده چي د پروان روغتون وايي چي دوی ته تر اوسه پوري درې مړه او ۳۵ټپيان ور انتقال سوي دي.
لاتر اوسه پوري د پيښي پړه چا په غاړه نه ده اخيستې. که څه هم د افغانستان په شمالي ولايتونو کي حالات مخ پر خرابيدو دي، خو بيا هم دغه سيمه د افغانستان د نورو سيمو په پرتله با ثباته ګڼل کيږي.
پروان ولايت په دې وروستيو کي د ډيرو درنو پيښو شاهد پاته سوی. د شنبې په ورځ په پروان ولايت کي د کورنيو چارو پر وزير، بسم الله خان، هم يوه ناکامه ځانمرګي بريد تر سره سو.
اژانسونه/ مسعود جهش
کتوونکي: نجيب الله زيارمل