1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پرتگال کي د سپما موضوع

۱۳۹۱ دی ۱۳, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/17CJh

په پرتګال کي به د ۲۰۱۳کال په بودجه کي د لانجمني سپما موضوع د اساسي قانون د محکمې له خوا وڅيړل سي. د پرتګال جمهور رئيس اني بال کواکو سلوا د نوي کال په مناسبت ټلویزوني بیانیه کي وویل چي د نوامبر په اخر کي د پارلمان له خوا تصویب سوې بودجې په اړه د دې شک موجود دی چي سپما به په عادلانه ډول په ټولو برخو کي په نظر کي نیول سوې وي. کاواکا پر دغه شک او تردید سربېره د ۲۰۱۳کال بودجه د تیري جمعې په ورځ ومنله، چي د کال له پيله سره نافذه سوه. د نوي بودجې له پلان سره سم باید په ۲۰۱۳ کال کي ۵،۳ ملیارډه یورو اضافه عاید ترلاسه سي،چي۸۰ فیصده یې د لوړو مالیاتو د وضع کولو څخه پلاس راځي. پرتګال د نړيوالو کومکو او پورو د اخیستلو په مقابل کي مکلف دی چي د بودجې کسر راکم کړي.