1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پرتگال کي د سپما د پروگرام پر ضد ستر احتجاجونه تر سره سول

۱۳۹۰ بهمن ۲۳, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14292

د پرتگال په پلازمېنه لزبن کي شاوخوا يو لک کسانو د حکومت د سپما د پروگرام پر ضد احتجاج وکړ. نوموړی هيواد د پورونو د بحران له کبله د تېر ميلادي کال په می مياشت کي دې ته اړ سو چي له اروپايي ټولنې او نړيوال وجهي صندوق څخه اقتصادي مرستي واخلي.

د هغه وخت راهيسي په پرتگال کي دغه تر ټولو لوی احتجاج وو. د هيواد د کارگرو يو شمېر ټولنو له حکومت څخه غوښتي دي چي د سپما پر ځای دي د پورونو ورکوونکو سره يو ځل بيا خبري اتري وکړي.

د هيواد تر ټولو ستري کارگري ټولني د حکومت اوسنی د سپما پروگرام پر کارگرو د بريد او د هيواد د ښېگڼي خلاف عمل بللی دئ. د پرتگال هيواد د يورو پولي واحد بل غړی دئ چي د پورونو د بحران سره مخامخ دئ. خو د دغه هيواد حکومت وايي چي نورو اقتصادي مرستو ته اړتيا نه لري.