1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پایلوبه کې اروپا د جنوبي امریکا پر وړاندې

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۱۹, پنجشنبه

ارجنتاین هالند ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام پای لوبې ته ووت. اوس نو دا پوښتنه پورته کیږي چې د فوټبال برازیلي مینه وال به په پای لوبه کې د کومې ډلې ملاتړ وکړي، آلمان او که ارجنتاین؟

https://p.dw.com/p/1CZJT
انځور: picture-alliance/dpa

په برازیل کې د فوتبال نړیوالې لوبې خپل وروستي پړاو ته ورسیدې چی په ترڅ کې به یې د لاتینې امریکا او د یو اروپای دوه لوبډلې د نړیوال جام د تر لاسه کولو له پاره یو له بل سره سیالي وکړي. د ټولو انتظارونو پر خلاف د چهار شنبې د ورځې په نیمه پایلوبه کی هالند د سیالي په ډگر کې پاتې راغی او ارجنتاین وکړای شو لوبه په خپله گټه تمامه کړي.

د برازیل د ساوو پالوو د لوبغاړي څه د پاسه د ۶۳ زره نندارچیانو په مخکې د پنالتي شوټونو په سیالې کې ارجنتاین ۲:۴ پایلې سره هالند له سیالۍ وایست. ارجنتایني گول ساتونکی سرگیو رومیرو، د دوو شوټونو له نیولو سره په پنالتي شوټونو کې ښه وځلید

«اوس غواړو چی جام وگټو»

د ارجنتاین د لوبډلې تکړه لوبغاړي خاویر ماشیررانو، وویل: «په نیمه پایلوبه کې بریالیتوب زموږ حق وو. موږ د لوبې په ټول بهیر کی د سیالې ډلې په پرتله ډیر ښه چانسونه لرل چی گول ووهو. موږ په مهارت او هوښیاري سره لوبه وکړه او په خپلو لوبې ویاړ لرو.» ماشیررانو زیاته کړه: «ښکاره ده چې موږ غواړو سږنۍ نړیال جام وگټو. دا زمونږ په ژوند کې یوه ډیره مهمه لوبه ده. آلمان د نړۍ یوه ستره لوبډله ده.»

وروسته له ۱۹۸۶ او ۱۹۹۰ کلونو څخه د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د جولای ۱۳ مه) د نړیوال فوتبال په تاریخ کی د دریم ځل له پاره ارجنتاین او آلمان یو له بل سره د جام د گټلو له پاره سیالي کوي. د آلمان د لوبډلې روزنکي یوآخیم لوو، د دغی سیالۍ چی له تاریخی لحاظه د دواړو هیوادونو د ملی لوبډلو له پاره اهمیت لري، په اړه خوښي څرگنده کړې ده: «اروپا د جنوبي امریکا په مقابل کې. دا یوه ډیره په زړه پورې سیالۍ ده. په دفاع کې ارجنتاین ډیر پیاوړی او ښه تنظیم شوی دی. دغه راز په هجومي بریدونو کی هم ارجنتاین دوه ډیر تکړه او ماهر لوبغاړي لکه میسي او هیگواین لري. موږ به هم خپل ټینگ تیاری ونیسو.»

برازیلیان به د کومې ډلې ملاتړ وکړي

د برازیل په ساوو پالوو ستدیوم کې ډیری برازلیانو د هالند له ټیم څخه پلوی کوله او د هغوی نارنجي رنگه کمیسیونه یی اغوستي ول. له ارجنتایني لوبډلې سره د هغوی مخالفت وروسته له هغې هم زیات شو چی برازیل په نیمه پایلوبه کې د آلمان پر وړاندی لوبه بایلودله. د ریو د جینرو د فوتبال یو مینه وال تیاگو پینهیرو، نوموړي لوبغالي ته نژدې له یوې هټې څخه نارنجي رنگ کمیس واخیست او پر تن یې کړ. د ستدیوم په لور د حرکت په وخت کی نوموړی د رویترز خبری آژانس ته وویل: «هیڅ برازیلی نه غواړي چی ارجنتاین دې بریالی شي.»

خو په نیمه پایلوبه کې د ارجنتاین بریالیتوب ډیر برازیلي مینه وال خواشیني کړل. په جنوبي امریکا کې د فوتبال په سیالیو کې د برازیلیانو او ارجنتاینیانو ترمنځ سیالي ډیره اوږده سابقه لري. برازیلي مینه وال د نړۍ د هر ټيم بریالیتوب غواړي، خو نه د ارجنتاین.
۲۵ کلن گویلهیرمه سامورا چی یو تاجر دی او د هالند او ارجنتاین په لوبه کی یې د هالند د ټیم کمیس اغوستی وو. وویل: «زموږ سیالي له ارجنتاین سره تاریخي ده. که چیرې افغانستان د ارجنتاین په مقابل کی لوبه وکړي موږ د افغانستان کمیسیونه اغوندو.»

له ارجنتاین سره د برازیل د مینه والو دغه مخالفت ښایی د سیالي په پایلوبه کی له آلماني لوبډلې سره یو څه مرسته وکړی ترڅو د ریو دې جینرو په ستدیوم کې د هغوی په پلوي شور او غوغا پورته کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب