1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې یوه کس خپله مېندواره مېرمن وژلې

۱۳۹۵ مهر ۲۷, سه‌شنبه

د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې یوه میړه پر خپلې مېندوارې مېرمن تشدد کړی او وژلې یې ده. د پاکستان د بشري حقونو د کمېسون په وینا اوس هم په دغه هیواد کې ډیر شمیر مېرمنې د تاوتریخوالي قضیې ثبتوي.

https://p.dw.com/p/2RNYZ
Symbolbild Ehrenmorde Gewalt gegen Frauen
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې د لاهور ښار د اچهره، نومې سیمې اوسیدونکي شهباز درې کاله وړاندې له سندس سره واده کړی وو. د ځایي پولیسو په وینا ۲۶ کلنه سندس مېندواره وه. د رپوټونو له مخې هغه خپل مېړه دومره وهلې وه چې ژوند یې له لاسه ورکړ. د سندس تر وژلو وروسته خاوند یې تښتیدلی دی او د هغې جسد د لاهور جناح روغتون ته وروړل شوی دی.

هیومن رایټس کمېشن آف پاکستان، یا د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون په وینا په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښې عامې دي. تیر کال په دغه هیواد کې د پت په نوم تر زرو زیاتې ښځې وژل شوي دي. د بشري حقونو د کمېسیون د رپوټ له مخې په ۲۰۱۵م کال کې نهه سوه ښځې د جنسي تیریون او زورولو هدف گرځیدلي، ۱۴۳ ښځې سوځول شوي او ۸۳۳ ښځې بیا تښتول شوي دي.

د پاکستان پارلمان په همدې روانه میاشتې کې د «غیرت په نوم» د وژنو په هکله د قانون یوه مسوده تصویب کړه. اوس د دغه قانون له مخې د غیرت یا پت په نوم قتل کوونکي کس ته د اعدام یا عمري بند سزا ورکول کیدای شي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون په وینا هغه کس چې د غیرت یا پت په نوم قتل کوي د «قصاص او دیت» له مخې په آسانۍ سره له سزا څخه خلاصیده. خو اوس د نوي قانون له مخې د بخښنې په صورت کې به هم مجرم کس د عمري بند سزا تیروي. د کارپوهانو په وینا په دغه قانون کې تعدیل یوه مهمه او مثبته ټولنیزه پریکړه ثابتیدای شي. خو ځیني کارپوهان بیا وایي چې دغه قانون باید لا پسې سخت کړی شي.

د پاکستان ولسي جرگې هم د جنسي تیري په هکله یوه لایحه منلې ده. د موجوده قانون له مخې یوازې د طبي ازموینو له لارې تر لاسه شوو شواهدو د جرم د ثابتیدو له پاره بسنه نه کوله. خو اوس د دغې لایحې تر منظوریدو روسته په محکمه کې طبي ازموینې او د ډي ان اې، تیست هم د ثبوت په توگه وړاندې کیدای شي.

د«وار اگینسټ ریپ» نومې غیر دولتي سازمان څخه شیراز احمد، د دغې لایحې په هکله دویچه ویله ته ویلي دي: «په لایحه کې د ډې ان اې تیست لازمي گڼل شوی دی، که چیرې پولیس افسر په صحیح ډول د جرم پر ضد گام نه پورته کوي نو هغه ته هم سزا ورکول کیدای شي. پر دې سربیره به د جنسي تیري قرباني شوې ښځې تاریخچه نه کتل کیږي.» د دغې قانون له مخې د جنسې تیري په څیر د ناوړه جرم مرتکب شوی کس په عمري سزا محکومیدای شي.

که څه هم په پاکستان کې د اوسنیو قوانینو منظوریدل یو مثبت گام گڼل کیږي، خو ډیری کارپوهان په دې آند دې دي چې د سندس په څیر مېرمنو د قتل او تشدد څخه د خلاصون له پاره د قانون تطبقیدل اړین دي.

بینش جاوید