په پاکستان کې چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې
۱۳۹۶ فروردین ۱۱, جمعهد پاکستان پوځ ویلي دي چې اوس سیمې ته څرخي الوتکې استوي چې ټپیان روغتونونو ته ولیږدوي. په سیمه کې د یوه دولتي روغتون مشر لطيف حسين د جرمني خبري آژانس ته وویل: «۲۴ کسان وژل شوي او تر ۸۰ ډیر نور ټپیان دي. دغه کسان په پاړه چینار کې د شعیه ګانو یوه مسجد ته نزدې په یوه بازار کې د رامنځ ته شوي چاودنې له کبله وژل شوي دي.»
هغه زیاته کړه: «د وژل شویو کسانو شمیر کیدای شي چې تر دې هم لوړ شي. موږ ته اوس هم ټپیان راوړل کیږي.» ځایي چارواکي شاهد علي خان، پیښه تایید کړې ده. هغه ویلي: «ډیر کسان ټپيان شوي دي. زه په دقیق شمیر نه پوهیږم.»
د پاکستاني طالبانو يوه ښاخ جماعت الحرار، د فرانسې خبري آژانس ته په یوه پیغام کې د پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده. په پاکستان کې یوازې په فبروري میاشت کې ۱۳۰ کسان په تاوتریخوالي کي ووژل شول.
یاغیانو په ۲۰۱۷م کال کې خپل لومړی لوی برید هم په پاړه چینار کې وکړ چې په پایله کې یې ۲۴ کسان ووژل شول. د هغه بريد پړه هم پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستې وه.
زموږ له ارشيف څخه: