1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې ځانمرگي برید ۱۶ تنه ووژل

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۵, جمعه

د پاکستان په قبایلي سیمه باجوړ ایجنسۍ کې یوه ځانمرگي برید لږ تر لږه ۱۶ تنه وژلي دي او په لسونو نورو کسانو ته ئې مرگ ژوبله اړولې ده. د برید پړه لا تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستي.

https://p.dw.com/p/14pOh
انځور: dapd

دولتي چارواکو پېښه تائيد کړې ده او ویلي ئې دي چې دا یو ځانمرگی برید وو. د دولتي چارواکو په وینا د نوموړي برید هدف د باجوړ ایجنسۍ په مرکز خار کي د نیمه ملیشو د مرکز په نښه کول ول.

د خار، یوه دولتي مامور عبدالحسیب، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د مړو شمیر ۱۶ تنو ته رسیدلی دئ. چې پنځه تنه قبایلي پولیس هم پکښي شامل دي.»

ويل کيږي چي په دغه بريد کي شاوخوا ۴۰ تنه نور کسان ټپي سوي دي. ویل کیږي چې په وژل شوو کسانو کې د سیمه ییزو ملیشو یو لوړپوړی چارواکی هم شامل دئ.

یوه بل لوړپوړي دولتي چارواکي طارق خان، وویل چې برید کوونکی پیاده روان وو او کله چې د پولیسو د پوستې تر څنگ تیریده نو خپل چاودیدونکي واسکټ ته ئې انفجار ورکړ. لا تر اوسه د دغه بمي برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې. تر دې پيښي وروسته پولیسو او امنیتي چارواکو پر سیمه باندي سخت کنترول لګولی دئ.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم د باجوړ ایجنسۍ په چمرکنډ سیمه کې دوو بمي چاودونو پنځه تنه قومي مشران چې د دولت ملاتړي ول ووژل.

د باجوړ ایجنسي له افغانستان سره اوږده گډه پوله لري او وخت نا وخته پکښي د وسله والو طالبانو او دولتي چارواکو تر منځ د اخ وډب راپورونه ورکول کیږي. د ۲۰۰۸م کال د اگست په میاشت کې او د ۲۰۰۹م کال د فیبروري په میاشت کې دولتي ځواکونو په دغه سیمه کې د وسله والو طالبانو پر وړاندي درانه پوځي عملیات تر سره کړل چې تر هغه وروسته دغه سیمه یو څه خوندي گڼل کیده.

د پاکستان امنیتي ځواکونه له څو کلونو راهیسي له وسله والو یاغیانو سره په جگړه بوخت دي. تر اوسه پوري په دغه جگړه کي د پاکستان پوځ شاوخوا خپل ۳۰۰۰ سرتیري له لاسه ورکړي دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش