په پاکستان کې پر هندي فلمونو بندیز ختم شو
۱۳۹۵ بهمن ۱۱, دوشنبهد ورکړل شوو رپوټونو له مخې د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیرې مریم اورنگزیب، د یکشنبې په ورځ وویل چې حکومت د ۲۰۰۷م کال د پریکړې په پام کې نیولو سره په هیواد کې پر هندي فلمونو لگیدلی بندیز ختموي. د هغې په خبره پاکستاني فلمي صنعت ته هندي سینما نوی ژوند او پیاوړتیا وربخښلې ده.
په پاکستان کې د «هم فلمز» څخه نصر خان، چې د هندي فلمونو د واردولو او په سینما کې نندارې ته د وړاندي کولو په چارو بوخت دی، د دغه گام هرکلی کړی دی. هغه د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د هغه د فلمونو د توزیع کولو شرکت له حکومت څخه د اجازې اخیستلو له پاره عریضه کړې ده چې په پاکستان کې نندارې ته د فلمونو وړاندې کولو له پاره اړینه ده.
د نصر خان په خبره هغه په ورستیو کې جوړ شوي د هندي فلم «قابل» په پاکستاني سینماگانو کې نندارې ته وړاندې کول غواړي. هغه هیله څرگنده کړې چې د دوشنبې په ورځ به د هغه اجازه ورکړل شي.
د جنوبي آسیا دغه دوه سیال گاونډي هیوادونه (پاکستان او هند) چې د اتومي وسلو خاوندان هم دي، تر منځ په وروستیو وختونو کې ترینگلتیا زیاته شوې ده.
د تیر میلادي کال په سپتمبر میاشت کې د هند تر ولکې لاندي کشمیر په اوړي سیمه کې د یاغیانو له خوا د هندي عسکرو پر یوې اډې باندې تر برید وروسته د دواړ هیوادونو تر منځ د پولو په اوږدو کې څو خونړۍ پیښې هم رامنځ ته شوې. همداشان د دواړو هیوادونو تر منځ کلتوري اړیکي هم له دې کبله اغیزمنې شوې وې.
نور مطالب: