په پاکستان کې نهه بهرني سیلانیان وژل شوي دي
۱۳۹۲ تیر ۲, یکشنبهدغه پیښه تیره شپه د ګلګت- بلتستان د دیامیر ولسوالۍ د ننګا پربت په غره کې د بهرني سیلانیانو په کمپ تر سره شوې ده. د ننګاپربت غر د نړۍ په سطحه یو د لویو غرونو څخه شمیرل کیږي.
د محمد نوید، په نوم د دیامیر د پولیسو یوه تنه چارواکي ویلي دي: «په دغه ځای کې نهه تنه بهرنیان او یو پاکستانی وو...هغوی غره ختوونکي ول او په دغه کمپ کې میشت ول. وسلوال راغلي او پر هغوی یې ډزې کړي دي. دا خبره تایید شوې ده چې هغوی وژل شوي دي.»
دغه چارواکي زیاته کړه: «په سیمه کې د پلټنې عملیات پیل شوي دي. دغه ځای ته د تګ راتګ ټولې لارې تړل شوي دي.»
پولیسو د برید کوونکو په اړه هیڅ رنګه معلومات نه دي ورکړي او نه هم لا تر اوسه چا د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د ګلګت بلتستان ایالتي لومړي وزیر سید مهدي شاه، له یوه ځایي تلویزون سره په خبرو کې ویلي دي چې د پیښې ځای د غرونو په منځ کې په یوه ژوره کې پروت دی او هیڅ سړک نه دی ورغلی: «موږ سیمې ته څرخي الوتکې وراستولې دي. پولیسو او نیمه پوځي ملیشو سیمه محاصره کړې ده. همداشان موږ له پوځ څخه هم د مرستې غوښتنه کړې ده.»
د پاکستان دولتي تلویزون PTV تر دې د مخه د پولیسو له قوله ویلي ول چې په وژل شوو کسانو کې د چین، اوکراین او د روسیې اتباع شامل دي. د ګلګت- بلتستان سیمه د چین او او کشمیر سره ګډه پوله او د پاکستان له امن ناکه سیمو څخه شمیرل کیږي. خو په وروستیو کلونو کې په دغه سیمه کې د یاغیانو له لوري شیعه لږکي د بریدونو هدف ګرځیدلي دي.
د پاکستان د لومړي وزیر له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې بیا راغلي دي چې په دیامیر کې لس تنه بهرني سیلانیان وژل شوي دي. په خبرپاڼه کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف له لوري نوموړې پیښه غندل شوې ده.