1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې له کودتا څخه وېره موجوده ده

۱۳۸۶ تیر ۱۸, دوشنبه

د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف دا مهال د دوو ډلو په وړاندې مبارزه کوي. نوموړی له يوې خوا غواړي چې د اسلامي بنسټ پالانو د غورځنگ په وړاندې جگړه وکړي او له بلې خوا هڅه کوي چې دموکراتان هم تر څارنې او کنترول لاندې راولي.

https://p.dw.com/p/DKDq
تر اوسه لويديځ پلوه ډلې په پاکستان کې د بنسټ پالانو په پرتله غښتلي دي
تر اوسه لويديځ پلوه ډلې په پاکستان کې د بنسټ پالانو په پرتله غښتلي ديانځور: AP

په غرب کې هغه وېره په زياتېدو ده چې په پاکستان کې د يوې کودتا په پايله کې به اسلامي بنسټ پالان اتومي وسلې تر لاسه کړي. خو تر اوسه لويديځ پلوه ډلې په پاکستان کې د بنسټ پالانو په پرتله غښتلي دي. افراطي اسلامي ډلو په پاکستان کې تر اوسه پورې په هيڅ ډول ټاکنو کې تر دولسو فيصدو څخه زياتې رايې نه دي وړي. سره له دې چې د پاکستان دولت ښايي په سرحدي سيمو کې واک د لاسه ورکړی وي خو بيا هم داسې نښې نشته چې گواکې د پاکستان د پوځ لوړ پوړي چارواکي له طالبانو سره خواخوږي لري يا د هغوی ننگه کوي. دا په داسې حال کې چې پاکستان پخوا د طالبانو زغرده ملاتړ کاوه. جنرال مشرف په امريکا کې د دوه زره لومړي کال د يولسم سپتمبر تر ترهگرو بريدونو څخه وروسته د متحده آيالاتو پلوي کوي او د دې لامل د خپل هېواد ملي گټې ښيي.

د AP خبري اژانس د خبريال ستيفن گريهم د تبصرې لنډيز