1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"په پاکستان کې رالویدلې الوتکه زړه وه"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲, شنبه

په پاکستان کې د بهوجا د هوايي شرکت د مسافر وړونکي الوتکې تر رالویدو وروسته اوس د دغې پېښې په اړه لا ډیر جزئيات بربنډ شوي دي. په دغه الوتکه کې ۱۲۷ تنه سپاره ول چې ټولو ئې په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.

https://p.dw.com/p/14io7
انځور: Reuters

الوتکه د جمعې په شپه هغه وخت رالویده چې غوښتل ئې د ډیرې خرابې هوا له کبله ناڅاپي ناسته وکړي. پېښه د پاکستان پلازمینې ته نزدې رامنځ ته شوې ده.

دغې بوینگ ۷۳۷-۲۰۰ ډوله الوتکې له کراچې څخه د اسلام آباد په لور پرواز کاوه. د پهوجا هوایي شرکت په وروستیو کې تر شاوخوا لس کاله وقفې وروسته یو ځل بیا خپل کارونه پیل کړي ول. دغه هوایي شرکت په ۲۰۰۰ کال کې د پاکستان د ملکي هوایي چارواکو له خوا د مالي ستونزو له کبله تړل شوی وو.

رالویدلې الوتکه زړه وه

پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د بهوجا د هوایي شرکت رالویدلې الوتکې شاوخوا درې لسیزې عمر درلود. چارواکو زیاته کړه چې د دې سربیره هم د پاکستان د ملکي هوایي چارو چارواکو دغې الوتکې ته د الوتنې اجازه ورکړې وه.

دغه بوینگ ۷۳۷-۲۰۰ ډوله الوتکه ۲۸ کلنه وه چې د بهوجا هوایي شرکت د جنوبي افریقا له یوه شرکت څخه په کرایه نیولې وه. دا په داسې حال کې ده چې د بهوجا د هوایي شرکت چارواکو ویلي دي چې که څه هم دغه الوتکه زړه وه خو پکښې الوتنه له خطر څخه کوم ډک کار نه وو.

د بهوجا د هوایي شرکت یوه چارواکې مشام ظفر د فرانسې خبري آژانس ته وویل:

«الوتکه زړه او د دوهم لاس وه، خو دا کومه نوې خبره نه ده. د پاکستان دولتې هوایي شرکتونه هم له زاړو الوتکو څخه کار اخلي.»

د هغه په خبره هوایي شرکتونه ډیر کم وخت نوی الوتکې رانیسي. هغه زیاته کړه چې رالویدلې الوتکه ترمیم شوې وه او کومه تخنیکي ستونزه ئې نه درلودله.

د بهوجا هوایي شرکت یو له لومړنیو خصوصي هوایي شرکتونو څخه وو چې په ۱۹۹۳ کال کې په پاکستان کې جوړ شو. دغه شرکت په ۱۹۹۰ لسیزې کې په پاکستان کې کورنې الوتنې وکړې او په همدې لسیزې کې یې يو څه نړیوالې پروازونه هم درلودل.

په ۲۰۰۰ کال کې له بهوجا هوایي شرکت څخه د کار اجازه واخیستل شوه خو دغه شرکت ته یو ځل بیا د روان کال په مارچ میاشت کې د کار اجازه ورکړل شوه.

دا اسلام آباد ته د ابهوجا هوایي شرکت د الوتکې لومړنی د شپې پرواز وو چې خپل هدف ته و نه رسید او ۱۲۷ کسان ئې ووژل.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی

په پاکستان کې رالویدلې الوتکه
په پاکستان کې رالویدلې الوتکهانځور: dapd