په پاکستان کې د یوه بمي برید له امله پنڅه تنه ووژل سول
۱۳۹۱ مرداد ۵, پنجشنبهاعلان
د پنجشنبې په ورځ د یوې بمي چاودنې له امله د پاکستان په باجوړ کې د سالارزي په نامه قبایلي سیمه کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل سوي دي. له سیمه ییزې ادارې څخه طارق خان، ویلي دي چې په دغه پېښه کې ۱۱ تنه نور ټپیان سوي هم دي. د دغې پېښې پړه تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.