په پاکستان کې د نظاميانو قدرت نه ماتېدونکی دی
۱۳۸۶ دی ۳, دوشنبهاعلان
د نوامبر ميشت په ورستيو ورځو کښې د راولپندی په ښار کې پرويز مشرف عسکري قطعات وکتل او د پوځ مشري يي جنرال اشفق کيانی ته وروسپارله. دولتي ټلويزيون په ژوندی توگه غه ټول مراسم ښودل او دغه پېښه يي يوه تاريخي ورځ وگنله.
اوس دی بايد د اردو د نوي مشر سره گډ کار وکړی، که څه هم جنرال اشفق کيانی د ده ملگری دی، خو خلک وايي چی يو مسلکي صاحب منصب او سياستوال نه دی. د پاکستان اردو څه کم يو نيم ميليون عسکر لری او د هېواد شل په سلو کې بودجه خوری.