په پاکستان کې د شپې له خوا پر وړیا تلیفوني خبرو بندیز ولګول شو
۱۳۹۲ شهریور ۹, شنبهد آلمان خبري آژانس د پاکستاني چارواکو له خولې ویلي دي چې د وړیا تیلیفوني خبرو او پيغامونو وړاندیز د دغه هیواد د «ځوانانو په ټولنیز اخلاق» منفي اغیزې پریښي دي. د چارواکو په خبره د دغې وضعې په درکولو سره دا ګام پورته شوې دی.
په هغه رسمي لیک کې چې په همدې موخه د پاکستان د مخباراتي خدمتونو اداری ته استول شوی دی راغلي دي چې مخابراتي شرکتونه باید د ټول پاکستان په کچه دغه وړاندیز ودروي.
د پاکستان د مخابراتي خدماتو د ادارې ویاند ډوگر، د آلمان خبری آژانس ته ویلي دي چې حکومت په دې اړه د شکایتونو د ترلاسه کولو وروسته دا ګام پورته کړی دی. هغه زیاته کړه چې په دې اړه دوی بې شمیره شکایتونه ترلاسه کړي دي چې د دغه وړیا وړاندیز له امله د «ځوانو نجونو او هلکانو» اخلاق او کړه وړه اغیزمن شوي دي.
ډوگر د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې په پاکستان کې دا ډول وړاندیزونه د ځوانو نجونو او هلکانو تر منځ د تیلیفوني [نامشروع] اړیکو د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي. د پاکستان د مخابراتي خدمتونو د ادارې دغه ویاند وویل: «خلکو موږ ته وویل چې دا سلسله باید ختمه شي، ځکه بېحیايي خپروي.»
د پاکستان په مسلمانه او عنعنوې ټولنه کې د هلکانو او نجونو تر منځ پټو اړیکو ته په ښه سترګه نه کتل کیږي. همدا د اګست په میاشت کې د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد په یوه لیرې پرتې سیمې کې یو ورور خپله خور چې لا د بلوغ سن ته نه وه رسیدلې له دې امله ووژله چې له خپلۍ کورنۍ څخه يي د باندې له یو هلک سره تیلیفوني خبرې کولې.
د پاکستان له ۶۰ سلنه څخه ډیر اوسیدونکي ګرځنده تلیفون کاروي. په دغه هیواد کې د ګرځنده تلیفونو پنځو شرکتونو د خپلو پیریدونکو له پاره د شپې له خوا د وړیا خبرو او پیغامونو وړاندیېزونه اعلان کړي دي.
د یوه پاکستاني مخابراتي شرکت یوه لوړپوړې کارکونکي د نوم د نه بربنډولو په شرط د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د دې بندیز له امله به د مخابراتي خدماتو وړاندې کونکي شرکتونه زیان وویني.
نوموړي زیاته کړه چې د گرځنده تیلیفونونو زیاتره کارونکي د ۱۹ او ۳۵ کلونو تر منځ عمرونه لري چې د دغه شان وړاندیزونو له کبله له مخابراتي شرکتونو سره لیوالتیا پیدا کوي.