په پاکستان کې د شخړه ییز هندي فلم لوبغاړې کترینا کیف
د اگست میاشتي پر ۲۸ نیټه د Phantom، په نوم نوی هندی فلم راوزي. دغه فلم په ۲۰۰۸م کال کي د بمبی ښار پر ترهگريزو بريدونو جوړ شوی، چي هندوستان يو پاکستانی پکښې تورن بللی. تورن اوس په پاکستان کي د دغه فلم د ممانعت غوښتنه کوي.
فنټم فلم په ۲۰۰۸م کال کې د هند په بمبي ښار کې د تر سره شوو ترهگریزو یرغلونو پر موضوع راڅرخي. په انځور کې کترینا کیف په ممبي کې په هغه غونډه کې لیدل کیږي چې د دغه فلم د «ټریلر» د معارفي کولو له پاره رابلل شوې وه.
په دغه انځور کې کترینا کیف په ممبۍ کې په جوړه شوې غونډه کې د فلم له ډایریکټر کبیر بیدي سره لیدل کیږي. د دغه فلم کیسه د حافظ محمد سعید، پر خیالي قتل راڅرخي. پر حافظ محمد سعید باندې هند په دغو بریدونو کې د لاس لرلو تور لگوي. حافظ محمد سعید د خپل مدافع وکیل په واسطه ویلي دي چې دا فلم یو پروپاگنډ دی او په پاکستان کې پرې بندیز ولگول شي.
په ۲۰۰۳م کال کې کاترینا د «بوم» په نوم فلم سره په بالي ووډ، کې قدم کښیود. هغې د «سیاست» او «حکومت» په څیر جدي فلمونو کې هم کار کړی دی. پر دې سربیره هغې د «چکني چنبیلي» او «شیلا کې جواني» په نوم فلمونو کې چې ډیر شهرت یې موندلی وو هم کار کړی دی.
کترینا د هندوستان له هغو څو فلمي ستورو څخه یوه ده، چې د فلمونو په نړیوال فیستیوال کان، کې یې گډون کړی دی. سږ کال هغې د لومړي ځل له پاره د کان په نړیوال فیستیوال کې گډون وکړ.
کترینا د هند د یوه بل فلمي ستوري سلمان خان سره په «ميني پیار کیو کیا»، «پارټنر» او «ایک تھا ټائیگر» په شان فلمونو کې کار کړی دی. یوازې د پردې پر مخ نه بلکې د دغې جوړې د شخصي اړیکو په هکله هم ډیري تبصرې شوي دي.
نن سبا د کترینا د مینه والو تر ټولو لویه پوښتنه دا ده چې واده یې کړی دی؟ رنبیر کپور او کترینا کیف دواړه د بالي ووډ، له ښو فلمي ستوري څخه شمیرل کیږي او د خپل کار په هکله هم ډیر جدي ښکاري.
د«زندگ نہ ملي گي دوبارہ»، «بینگ بینگ» او «اگني پتھ» په نوم فلمونو کې کترینا کیف سره کار کوونکی فلمي ستوری ریتک روشن وایي، چې هغه ډیره زحمت کشه ده. هغه په یوه مرکه کې ویلي ول چې کترینا د نارينه وو په شان کار کوي.
د «دهوم تهري» او «کملي کملي» پر سندرو د کترینا د نڅا ډیر تعریف شوی. هغه د خپلي نڅا له کبله دومره مشهوره ده چې د مادام تساو، په میوزیم کې د هغې یوه مومیايي مجسمه ايښول شوې ده چې د رقص په حالت کې ده.
دغه صحنه په ۲۰۱۲م کال کې په کولکته کې د یوې فلمي مېلې ده. له ژبې سره د پوره بلدتیا پرته هم کترینا کیف په ډیر اعتماد سره په بالي ووډ کې قدم کښیود او په فلمونو کې یې کار پیل کړ. د انوکا شرما، دیپیکا پډوکون او پریانکا چوپړا په شان فلمي ستورو سخته سیاله ثابته شوه.
کترینا د بالي ووډ، لومړۍ فلمي ستورې ده چې په نوم یې یوه باربي ننځکه، هم جوړه شوې ده. کاترینا په هانگ کانگ زېږېدلې ده، د امریکا متحدو ایالاتو په هوایي کې رالویه شوې ده او په لندن کې یې زده کړي کړي دي. په ۱۹۸۳م کال کې د یوه کشمیري سوداگر محمد کیف او د هغه د انگریزۍ مېرمني سوزانه تر کیوتی په کور کې د زیږیدلي کارینا اصلي نوم کترینا تر کیوتی، وو.