1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د سړک د غاړې ماین نهه تنه وژلي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه

چارواکو ویلي دي چې د پاکستان په پاراچنار سیمه کې د سړک د غاړې یوه ماین د سه شنبې په ورځ نهه تنه وژلي دي. پیښه د افغانستان پولې ته نزدې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2bqk6
Pakistan Bombenanschlag Parachinar
انځور: picture-alliance/dpa/J, Absullah

ځایي چارواکي علي توري، ویلي دي چې د پیښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. زیاته شوې ده چې تر ۱۲ زيات نور کسان ټپیان شوي هم دي. د پاکستان د پوځ په یوه اعلاميه کي ويل شوي دي چې ټپیان اوس د الوتکو په واسطه د راول پنډي یوه روغتون ته لیږدول کیږي.

د پیښې سیمه د افغانستان ننګرهار ولایت ته نزدې پرته ده چې امریکایي ځواکونو پکښې څو موده مخکې د داعش جنګیالیو د تونلونو د په نخښه کولو له پاره خپل تر ټولو لوی غیر اتومي بم وکاروه.

پاراچنار د کورم ایجنسي برخه ده چې پکښې اکثریت شعیه مسلمانان استيږي.

لا تر اوسه پوري کومې ډلې د پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو د دغه شان پيښو مسئوليت ډېروخت داعش او پاکستاني طالبان پر غاړه اخلي.

تر هغه وروسته چې پاکستان په ۲۰۱۴م کال کې په سرحدي سیمو کې د یاغیانو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړل، په دې هیواد کې د تاوتریخوالي کچه لږ شوې ده، خو د دې هیواد یاغي ډلې په بشپړه توګه له منځه نه دي تللې.