1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د زیارت پر مینجور د ۲۰کسانو د قتل تور

۱۳۹۶ فروردین ۱۴, دوشنبه

د پاکستان پولیسو د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې په پنجاب ایالت کې یې د یوه زیارت پر مینجور باندې د شلو عبادت کوونکو د وژلو او ترهگرۍ تور دی. دغه پيښه د جمعې په شپه په سرگودها کې د محمد علي په مزار کې رامنځ ته شوه.

https://p.dw.com/p/2aYJZ
Pakistan Sargodha Anschlag Sufi Schrein
انځور: Reuters/Stringer

د فرانس پرس خبري آژانس د ځایي پولیسو د یوه چارواکي نصرت علي، له قوله لیکلي دي چې د محمد علي په زیارت کې پر نورو دوو کسانو باندي هم د وژلو تور لگېدلی دی. د دغه چارواکي په وینا په پام کې ده چې نن د دوشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې دریمه) دغه درې واړه تورن کسان یوې ځايي محکمې ته حاضر کړل شي.

د رپوټ له مخې دغه کسانو ته تر وژل کیدو د مخه نشه يي توکي ورکړل شوي او آن ځیني جسدونه لوڅ ول.

د دغې قضیې یوه پلټونکي ارشد عباس په وینا ۵۰ کلن مینجور عبدالوحید پولیسو ته ویلي دي چې ده له دې کبله زیارت کوونکي وژلي دي چې داسې فکر یې کاوه چې د هغوی له خوا به یوه ورځ ووژل شي.

ځینو چارواکو دا هم ویلي دي چې وحید رواني ستونزي درلودې او تر دې دمخه یې هم پر مریدانو باندي تشدد کړی وو.

رپوټ زیاتوي چې باور کیږي په پاکستان کې اوس هم په میلیونونو مسلمانان د صوفي طریقي پیروان دي. زیارتونه ته تگ او د نادرارو له پاره د صدقې یا خیرات ورکول او یا مینجورانو ته د نغدو پیسو ورکول لا هم یو مشهور دود دی.

خو په وروستیو کلونو کې سخت دریځه ډلو لکه وسله والو طالبانو او یا هم داعش پر سترو مزارونو باندي بریدونه کړي دي، ځکه هغوی دا بدعت گڼي.

په فبروري میاشتې کې د پاکستان په سندهـ ایالت کې د یوه صوفي په مزار کې ځانمرگي برید تر۹۰ زیات کسان ووژل. د دغه برید پړه افراطي ډلي «اسلامي دولت» یا داعش پر غاړه واخيسته.