1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د زلزلې له کبله د تلفاتو کچه لوړه شوه

۱۳۹۵ فروردین ۲۳, دوشنبه

د پاکستاني چارواکو په وینا په دغه هیواد کې د تیرې ورځې د زلزلې له کبله د وژل شویو کسانو شمیر پنځو تنو ته لوړ شوی دی. د دغې زلزلې له کبله یو شمیر نور کسان ټپیان شوي او ګڼ شمیر کورونه ویجاړ شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1ISzx
Pakistan Erdbeben Zerstörung in Mingaora
انځور: Reuters/H. Ali Bacha

د خیبر پښتونخوا د طبیعي افاتو پر ضد مبارزې ادارې ویلي دي چې د دغې زلزلې له کبله پنځه تنه ټپیان شوي. زیاته شوې ده چې زلزلې همداراز ۲۰ کورونه ویجاړ کړي دي.

په پاکستان کې د یکشنبې په ورځ د ریشتر په مقياس د ۷،۱ درجو زلزله وشوه چې د خیبر پښتونخوا سیمې یې ولړزولې. په لومړیو خبرونو کې راغلي وو چې د زلزلې له کبله یوازې یو تن وژل شوی دی.

د زلزلې مرکز د افغانستان او پاکستان تر منځ پرتو سیمو کې وو. د آلمان څیړنیز GFZ سازمان د دغې زلزلې شدت ۶،۵ درجې ښوولې دی. دا له اکتوبر میاشتې راهیسې تر ټولو پیاوړې زلزله وه. په ياده میاشت کې په پاکستان کې یوې پیاوړې زلزلې ۲۸۰ کسان وژلي او په زرونو کورونه یې ویجاړ کړی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب