په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې برید ۷ تنه ووژل
۱۳۹۲ خرداد ۱۸, شنبهد ځایي چارواکو د وینا له مخې د شمالي وزیرستان د شوال سیمي د منګروټي په کلې بې پيلوټه الوتکو یو کور په نښه کړای دی. دغه ځای د میران شاه څخه د سلو کیلومترو په واټن پروت دی، چې د طالبانو او القاعدې د پاخه سنګر په توګه هم یادیږي.
د پاکستان یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «امریکایي بې پیلوټه الوتکې د یاغیانو پر یوه کور باندې دوه توغندي توغولي، چې لږ تر لږه اووه تنه وسلوال یې وژلي دي.»
یوه بل امنیتي چارواکي هم دغه پیښه او د مرګ ژوبلې شمیر تایید کړی دی، خو ویلې یې دي چې لا تر اوسه د وژل شوو کسانو هویت څرګند شوی نه دی.
د نوي حکومت د جوړیدو وروسته لومړی برید
دغه برید دوه ورځې وروسته له هغې تر سره کیږي، چې په پاکستان کې نواز شریف د دریم ځل له پاره د دغه هیواد لومړی وزیر وټاکل شو. د چهارشنبې په ورځ په پارلمان کې استازو ته په خپله لومړنۍ وینا کې نواز شریف له متحده ایالاتو څخه د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د درولو غوښتنه کړې وه. هغه ویلي وو: «موږه د نورو د ملي حاکمیت درناوی کوو نو هغوی باید هم زموږ ملي حاکمیت او آزادۍ ته درناوی ولري. دغه کمپاین باید د پای ټکی ومومي.»
په پاکستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته په بده سترګه کتل کیږي، خو واشنګټن بیا د پاکستان په قبایلي سیمو کې دغه بریدونه د طالبانو او القاعدې د جنګیالیو پر وړاندې جګړه کې مهمه وسیله بولي.
ویل کیږي چې د متحده آیالاتو سره به اړیکي د نواز شریف د کاري دورې مهمه برخه وي، په ځانګړې توګه په یوه داسې وخت کې چې ناټو د دولس کلنۍ جګړې وروسته له افغانستان څخه په راتلونکي کال کې خپل ځواکونه راباسي.