په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله وژل شوې ده
۱۳۹۴ اردیبهشت ۵, شنبهد ورکړل شوو رپوټونو له مخې سبین محمود د کراچۍ په ښار کې هغه مهال د نامعلومه وسله والو له لوري په خپل موټر کې په ډزو وژل شوې ده چې له خپلې مور سره د کور پر لور روانه وه. ویل شوي دي چې هغه پنځه ډزه ویشتل شوې ده. په دغه پیښه کې د هغې مور هم ټپي شوې ده او روغتیايي وضعیت یې د انديښنې وړ بلل شوی دی.
د بشري حقونو فعاله،۴۰ کلنه سبین محمود د (The Second Floor) چې لنډ انگلیسي مخفف یې (T2F) دی په نوم د ادارې مشره وه. نوموړې د جمعې په ورځ یوه پرانیستې ناسته جوړې کړې وه چې پکښې د بلوچستان د بشري حقونو دوو مخکښو فعالانو ماما عبدالقدیر او فرزانه بلوچ گډون کړی وو.
ویل شوي دي چې له ودانۍ څخه د وتلو سملاسي وروسته د سبین محمود پر موټر ډزې وشوې. د سندهـ د پولیسو ویاند ویلي دي: «یوه ښځه د ډزو په پایله کې وژل شوې ده او بله ښځه ټپي شوې ده.»
د فرانسې او رویټرز خبري آژانسونو په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په پام کې وه چې ماما قدیر او فرزانه بلوچ څو اوونۍ تر مخه په لاهور کې د اداري علومو په پوهنتون کې د بلوچستان په هکله دغه غونډه کې گډون کړی وای، خو په وینا یې دغه غونډه د پاکستان د استخباراتي کړیو د فشار له کبله لغوه شوې وه.
لا تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستي. د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دغه وژنه غندلې ده او ویلي یې دي چې د دغه پیښې په هکله به هر اړخیزه پلټنې وشي.