1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې دوه آلماني اتباع نيول شوي دي

۱۳۸۶ تیر ۱۵, جمعه

د آلمان سفارت په اسلام آباد کې دا مهال د دوو آلماني اتباعو نيونه په پاکستان کې تر څېړنې لاندې نيسي. په دغو دواړو ترکي ټبره آلمانانو باندې تور لگول کېږي چې له ترهگرو سره يې گډ کار کاوه.

https://p.dw.com/p/DKII
د آلمان د بهرنيو چارو وزارت اسلام آباد سره تماس نيولی دی
د آلمان د بهرنيو چارو وزارت اسلام آباد سره تماس نيولی دیانځور: dpa Zentralbild
د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت وياند ښاغلي مارتين يگر وويل چې دا مهال پاکستانۍ غاړې کوم ځواب نه دی ورکړی. د پاکستان امنيتي کړۍ وايي چې دوه آلمانان يې نيولي دي. ويل کېږي چې دغو ترکي ټبره ورونه له القاعدې ډلې سره اړيکي لري او په افغانستان کې د ترهگرو په يو کمپ کې روزل شوي دي.