1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې ترافیکي پيښې ۲۵ تنه وژلي

۱۳۹۵ مهر ۲۶, دوشنبه

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د دوو سرویس موټرو د ټکر په پایله کې ۲۵ تنه وژل شوي او شا او خوا ۶۹ تنه ټپیان دي. پیښه د رحیم یار خان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2RIdW
Pakistan Multan Zugunglück Rettungskräfte mit Opfer
انځور: ReutersK. Chaudry

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د پولیسو د یوه چارواکي جمشید شاه، له قوله لیکلي دي چې دغه پيښه ښایي د زیات سرعت له کبله رامنځ ته شوي وي. هغه ویلي دي چې ماشومان، د کالج زده کوونکي او میرمنې د قربانیانو په ډله کې شاملې دي. د جمشید شاه په خبره پولیسو او ژغورونکي ډلې د جسدونو د راایستلو له پاره سرویسونه اره کړې دي.

د یوه ځایي حکومتي روغتون یوې ډاکټرې تسلیم کامران، ویلي دي چې په روغتون کې د ټپیانو درمنله کیږي. د هغې په خبره د ۴۰ ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی: «موږ بیړنۍ حالت اعلان کړی دی او وینې ته سخته اړتیا لرو.»

د ځایي تلویزونو له لوري په خپرو شوو انځورونو کې ښوول شوي چې امبولانسونه او ژغورونکې ډلې ټپیان روغتون ته رسیوي.

یوه ځایي اوسیدونکي وقار احمد، ویلي دي چې د ژغورنې عملې او پولیس تر رسیدو مخکې، ځایي اوسیدونکو د پیښې ځای ته ځانونه رسولي وو: «موږ فکر کاوه چې یو بم وچاودید».

۶۰ کلنه جمیله بي بي، یوه له هغه مسافرینو څخه وه چې له دغو سرویسونو څخه یې په یوه کې سفر کاوه او خپل نهه کلن زوی یې ښوونځي ته بیوه. هغې له روغتون څخه د تیلفون له لارې ویلي دي چې موټروان بې احتیاطي کوله او دوی له موټروان څخه وغوښتل چې سرعت راکم کړي.

نوموړې میرمن په دغه ټکر کې سرسري ټپي شوې ده خو په وینا یې زوی یې سخت ټپي دي.

د آلمان خبري آژانس د ځایي چارواکو له قوله لیکلي دي چې دغه خونړۍ پیښه د دوشنبې په ورځ د سیمې په وخت د سهار په شپږو بجو د پلازمینې اسلام آباد د سویل په لور په ۶۰۰ کیلومترۍ کې د رحیم یار خان ولسوالۍ په خانپور سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د رپوټونو له مخې په دواړو سرویسونو کې تر سلو زیات کسان سپاره ول. دا هم ویل شوي دي چې دواړه سرویس موټر تر مخامخ ټکر وروسته بیا د سړک پر غاړه له ونو سره هم جنگیدلي دي.

په پاکستان کې هر کال خونړۍ ترافیکي پیښې د زرونو انسانانو ژوند اخلي چې لویه وجه یې د سړکونو خراب حالت، بې غوره موټرواني او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول ښوول کیږي. د حکومتي ارقامو له مخې په پاکستان کې هر کال په ترافیکي پیښو کې کابو پنځه زره انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل