1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې به بېړنئ حالت ډير زر پای ته ورسېږی

۱۳۸۶ آذر ۱۹, دوشنبه

اسلام آباد: د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف يو ځل بياپه دغه هېواد کې د بېړنئ حالت د پاټی ته رسول تاييد کړی دی.

https://p.dw.com/p/DKCG
انځور: AP

ده د امريکايي ټلويزيون سی ان ان CNN سره په يوه مرکه کې د دغه حالت د ختمولو نيټه د دسمبر پنځه لسمه وښودله. ده يو ځل بيا ټينگار وکړ چې د جنوری په مياشت کې پارلماني انتخابات به په « آزاده او صادقانه » توگه سره کېږي.

په دغو ټاکنو کې به د اپوزيشن دوه مهم گوندونه هم گډون وکړي.

د پخوانئ صدراعظمې بی نظير بوټو د نيشنل گوند څخه وروسته د پخوانی صدراعظم نواز شريف مسليم ليگ گوند هم په دغو انتخاباتو کې د گډون پريکړه وکړه.