1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې اورښتونو مرگ ژوبله اړولې ده

۱۳۸۶ تیر ۸, جمعه

د پاکستان په شمال لويديځ کې سختو موسمي اورښتونو د اټکل له مخې 60 تنه وژلي دي. دغو تندو بارانونو کروندو ته زيان واړاوه او د خاورو د ښويېدنې سبب وگرځېدل.

https://p.dw.com/p/DKDw
د پاکستان پوځ د مرستې او ژغورنې چارې پيل کړي دي
د پاکستان پوځ د مرستې او ژغورنې چارې پيل کړي ديانځور: DW/Sandra Petersmann
په غرونو کې د خلکو کورونو ته هم زيان اوښتی دی او بامونه يې وران شوي دي. چارواکو په خلکو باندې غږ کړی دی چې له سيندونو څخه دې ځانونه وساتي او ترې لېرې دې گرځي. بلې غاړې ته په بلوچستان کې د يو توفان له امله نيزونو (سيلابونو) پراخې سيمې تر اوبو لاندې کړي دي. سيمه يز چارواکي په دې اند دي چې له څلور لکو څخه زيات خلک بې کوره شوي او په تېښته کې دي. د پاکستان پوځ د مرستې او ژغورنې چارې پيل کړي دي.