1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کښي احتمالي کواښونه

۱۳۹۱ خرداد ۳۱, چهارشنبه

د پاکستان ستري محکې ددغه هیواد لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني، بې صلاحیته کړ. هغه د اپریل په میاشت کي په سمبوليکه توگه محکمې ته د سپکاوي په تور په سزا هم محکوم سوی و.

https://p.dw.com/p/15IHm
انځور: NFFTY

محکمې پر ګیلاني باندي تور لګولی وو چي د محکمې د حکم له مخي ئې د دې هیواد د ولسمشر اصف علي زرداري، د اداري فساد د دوسيې د پرانیستلو له پاره سویس هیواد ته د یوه رسمي لیک له استولو څخه ډډه کړې وه.

که څه هم له وروستۍ پریکړې سره کیدای شي چي د پاکستان د پیپلز گوند د حکومت له پاره یو څه ستونزي را پورته کړي، خو ښايي دا پریکړه د حکومت د ړنگیدو عامل نه شي.

د پاکستان د پیپلز گونډ په پارلمان کې له خپلو ائتلافي گوندونو سره یوځای اکثریت جوړوي او له همدې کبله، کولای شي چي په دې هیواد کي تر راتلونکو ټاکنو مخکې یو بل صدراعظم وټاکي.

په پاکستان کي وروستي سیاسی کړکیچ ته په کتو سره کیدای سي چي په دغه هیواد کي لاندیني گواښونه رامنځ ته شي:

سیاسي تاوتریخوالی د حکومت ضعف

د ستري محکمې وروستۍ پریکړه چي له مخې ئې د دې هیواد لومړی وزیر یوسف رضا گیلاني، بې صلاحیته شوی دئ کیدای سي چي د حکومت او ستري محکمې تر منځ واټن نور هم ډير کړي.

د زرداري حکومت له هر لحاظه یو ضعیفه حکومت دئ. د هغه حکومت په داسي ائتلافي ملگرو پوري تړلی دئ چي ور باندي ډیر اعتماد کولای نه شي او پر پوځ باندي هم هیڅ ډول کنترول نه لري.

دغه حکومت نه دئ توانیدلی چي له اداري فساد سره مبارزه وکړي او اقتصادي ریفورمونه پلي کړي. ښايي تر دې وروسته هم دغه ستونزي دوام پیدا کړي.

د پاکستان د اوسني حکومت پر وړاندي سیاسي مخالفت هم د ډیریدو په حال کي دئ. په دغه هيواد کي پر ډیرو برخو باندي پوځ کنترول لري.

اوس پوښتنه دا ده چي د پاکستان د پیپلز گوند د ستري محکمې پریکړي ته څرنگه جواب وايي؟ که دا پریکړه ومني نو باید نوی لومړی وزیر وټاکي او که دغه پریکړه رد کړي نو د پاکستان د پیپلز گوند او ستري محکمې تر منځ واټن به بیا ډیر سي. اوس دا خبره هم ډیره اهمیت لري چي د پاکستان سیاسي مخالف گوندونه ددې پریکړي پر وړاندي څرنگه غبرگون ښيي.

له امریکا سره د اړیکو لا خرابیدل

تر دې مخکي د یوه امریکايي کمېسیون د څیړنو پایلو ښوولې وه، چي د پاکستان پر سرحد د هغه پيښي مسئولیت چي پکښي ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل سول، د پاکستاني او امریکايي چارواکو پر غاړه دئ. دا هغه څه دي چې پاکستان ئې ردوي او وایي، چي دا پېښه یوازي د امریکايي چارواکو د اشتباه له کبله رامنځ ته شوې ده.

پر دې سربیره بله موضوع چي پاکستان او امریکا له یو بل سره لا پسي لیري کوي، هغه ډاکتر ته د ۳۳ کلونو بند سزا ورکول دي، چي د امریکا له جاسوسي سازمان سره ئې د اسامه بن لادن په موندلو کي مرسته کړې وه.

د پاکستان او امریکا تر منځ بله شخړیزه موضوع په دې هیواد کي د یاغیانو احتمالي پټنځایونه دي. امریکا پر پاکستان باندي تور لگوي چي یاغیانو ته ئې ځای ورکړی دئ او پر دې هیواد باندي فشار اچوي چي د هغوی پر ضد عملیات و کړي خو پاکستان د دې کار له کولو څخه ډډه کوي او وایي چي هر ډول عملیات به د خپل پلان له مخي وکړي نه د امریکا په غوښتنه.

د دې موضوعگانو په پام کې نیولو سره اوس د پاکستان او امریکا تر منځ د روانو خبرو اترو د پایلو څرنگوالی ډیر مهم دئ. د دغو دواړو هیوادونو تر منځ د پریکړو څرنگوالی به د افغانستان پر شرایطو باندي هم مستقیماً اغیز ولري.

کورنۍ امنیت

د پاکستان په یو شمیر سیمو کي اوس هم بریدونه کیږي. په ۲۰۱۱ کال کي یوازي د کراچۍ په ښار کي ۱۶۰۰ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د ستري محکمې تر پریکړي وروسته کیدای شي چي په دې هیواد کي له تاوتریخوالي ډکي مظاهرې وشي او کیدای شي په دې هیواد کي هدفمندي وژني هم دوام وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل