په پاکستان کي پر یوه بس باندي په برید کي اتلس تنه وژل سوي دي
۱۳۹۰ اسفند ۹, سهشنبهاعلان
د پاکستان په شمال کي پر یوه بس موټر باندي په حمله کي لږترلږه ۱۸کسان وژل سوي دي. د پولیسو په حواله یوه نامعلومه کس د هربن د ښار سره نژدې، پر یوه موټر باندی فیرونه وکړل. دغه بس له راولپنډۍ څخه د ګلګیت ښار ته روان وو.
په راولپنډۍ کي د پاکستان د پوځ مرکزي قرارګاه پرته ده. د پولیسو په حواله په دغه سیمه کي اسلامي یاغیان نه دي فعاله.