1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي پر يوې هوايي اډې يرغل سوی دئ

۱۳۹۱ مرداد ۲۶, پنجشنبه

د پاکستان په پنجاب ايالت کي يو شمېر یاغیانو د پنجشنبې په وختي سهار پر یوه هوايي اډه باندي يرغل وکړ. د پاکستاني چارواکو په خبره په حمله کي يو سرتيری او ۹ تنه ياغيان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/15qS9
انځور: dapd

د پاکستان د هوایي ځواک یوه ویاند طارق محمد، ویلي دي چې په پېښه کې یوازي یوه الوتکه ویجاړه شوې ده. هغه زیاته کړه چې دغه يرغل د پنجاب په کامره سیمه کې د منهاس پر اډه شوی دئ.

د طارق محمد په خبره په دې هوايي اډه کې د پاکستان اتومي وسلې نه دي ځای پر ځای: «د پاکستان په هیڅ یوه هوایي اډه کې اتومي وسلې نه دي ځای پر ځای شوي.»

د چارواکو په خبره دغه وسله وال يرغل څو ساعته دوام وکړ، او په مخنيوي کي ئې د پاکستان له کوماندويي ځواک څخه هم مرسته غوښتل سوې ده.

طارق محمد رسنيو ته ويلي دي، چي په پېښه کې یو پاکستانی سرتیری او اته تنه یاغیان وژل شوي دي. برید کوونکي د شپې له تیارې څخه په گټه اخیستو سره هوایي اډې ته نزدې له یوه کلي څخه ځانونه دې اډې ته را رسولي ول.

دغه اډه د پاکستان د هوايي څېړنو یوه برخه ده.
دغه اډه د پاکستان د هوايي څېړنو یوه برخه ده.انځور: Reuters

د هغه په خبره بريدکوونکي اډې ته تر ديوالونو ور اوښتي ول. د دېوالونو لوړوالی ۲،۷ متره دئ او اغزي لرونکی سیم هم باندي را گرځېدلی دئ. د برید کوونکو له ډلي څخه ځينو ئې د پاکستان د لښکر یونیفورم هم اغوستی وو.

پر دغه هوايي اډه باندي تر دې دمخه دوه ځله نور هم يرغلونه سوي دي. د ۲۰۰۸ کال د جنورۍ په مياشت کي راکټي حمله او د ۲۰۰۷ کال د دسمبر پر لسمه ځانمرگي يرغل سوی وو.

د پاکستان د هوایي ځواک د ویاند طارق محمد، په خبره سرتیرو هغه وخت پر یاغیانو باندي ډزي پیل کړې چې هغوی خپل ځانونه د الوتکو هنگرونو ته ورسول او خپلو هغو ملگرو ته ئې چې له اډې څخه دباندي ول د توغندیو د توغولو خبر ورکړ.

طارق محمد ویلي دي چې د دې اډې قوماندان محمد عظم، د یاغیانو پر ضد د جنگ قومانده په لاس کې لرله او پر اوږه باندي سرسري ټپي شوی هم دئ، خو روغتیایي حالت ئې د ډاډ وړ دئ.

مینهاس د اسلام آباد د شمال ختیځ په ۷۵ کیلومترۍ کي پروت دئ. دغه اډه د پاکستان د هوايي څېړنو یوه برخه ده. ددې يرغل پړه تراوسه پوري کومي ډلي پر غاړه نه ده اخیستې.

يرغل د پاکستان پر سیمه ییز وخت د شپې پر دوو بجو ترسره شوی دئ، چي اکثره خلک پيشلمي ته را پاڅېدلي ول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل