په پاکستان کي يو سرتيری اعدام سو
۱۳۹۱ آبان ۲۵, پنجشنبهاعلان
په پاکستان کي د ملکي حکومت په دوران کي په لومړي وار يو تن اعدام سوی دئ. د پنجاب ايالت د ميانوالې محبس امر اسلم ويلي دي، چي دغه عسکر يو افسر وژلی وو، او په يوه نظامي محکمه کي تر محاکمه کولو وروسته د پنجشنبې په ورځ اعدام سو. له ۲۰۰۸ کال راهيسي چي په پاکستان کي د پيپلس گوند قدرت ته رسېدلی دئ په دغه هيواد کي ئې د اعدام سزا ځنډولې وه.