په پاکستان کي يو اورګادی د پټليو څخه اوښتې۱۳۸۶/۹/۲۸۱۳۸۶ آذر ۲۸, چهارشنبهنن د پاکستان په سويل کي د يوه اورګاډي د چپه کېدو په پېښه کي لږ ترلږه58 يا د يو بل خبر د مخه د سلو څخه ډېر کسان وژل سوي دي او ډير نور ټپيان سوي دي.https://p.dw.com/p/DKCBد محراب پور ښارته نژدې د ګاډۍ ډبې د پټليو څخه واوښتېانځور: APاعلاندغه ګاډۍ د کراچي ښارڅخه د لاهورخواته روانه وه، چي د محراب پور ښارته نژدې د ګاډۍ ډبې د پټليو څخه واوښتې. ويل کيږي چي دغه پېښه کوم سبوتاژ يا وران کاري نه وه، بلکي د ډيري سرعت څخه د ګاډۍ ډبې د پتليو څخه واوښتي او ګاډۍ چپه سوې.