1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي ولي خلک ورکيږي؟

۱۳۹۶ فروردین ۲۳, چهارشنبه

په پاکستان کې شنونکي او د سياسي چارو کارپوهان ادعا کوي چې په بلوچستان کې د خلکو د نيولو او ورکيدو لړۍ له يوې لسيزي راهيسي پیل او ادامه لري. دوي وايي چې دغه وضعيت اوس سند، پنجاب او خيبر پښتونخوا ته غځېدلی.

https://p.dw.com/p/2b7Qk
Karte Pakistan Khuzdar

د ورکو شويو بلوڅانو د موندني په اداره کې سياسي کارپوه ماما قدید بلوڅ وايي چې د دوی په صوبه کې په زرونو افراد لادرکه شوي دي. د دغو کسانو زيات شمير یې ځوانان دي. ماما قديد دويچه ويله ته وويل: «په پاکستان کې په مجموعي توګه ۳۵ زره انسانان ورک دي او د نژدې ۸۰۰۰ کسانو جسدونه لري غورځول شوي دي. يوازې په ۲۰۱۶م کال کې۳۰۰۰ انسانان لادرکه او ۵۰۰ جسدونه موندل شوي دي. د دغو کسانو ډیری ځوانان او زده کونکي دي».

له عامه ذهنيتونو داسې ښکاري چې په پاکستان کې د لاردرکه شويو کسانو شمېر پر ډېرېدو دی. بلوڅ سياستوال وويل: «زموږ سره د هغو ټولو کسانو نوملړ او په اړه يې معلومات موجود دي، چې موږ به يې نړيوالو ادارو او رسنيو ته بيان کړو. د مشرانو جرګې مشر ميا رضا رباني هم زموږ څخه د دغو معلوماتو غوښتنه کړې ده چې ډير ژر به يې په اختیار کې ورکړو».

د نظرونو اختلاف 

ماما قديد دويچه ويله ته وویل چې د ورکو شويو کسانو د موندلو ادارې په کميسيون کې د دغو کسانو شمير يوازي ۱۷ تنه ښودل شوی دی، «دا خبره درسته ده چې دغه کميسيون شمير ۱۷ ښودلی دی، په داسې حال کې چې صوبايي حکومت بيا د دغو کسانو شمير يوازي۴۰ ښيي. تاسو ته په کار ده چې د دې دلايل پيدا کړې. کله چې خلک د خپلو ورکو شويو عزيزانو په اړه رسمي ادارو ته خپل شکايتونه مخکې کوي د هغو (ادارو) له خوا سخت ګواښل کيږي. همدا لامل دی چې خلک پر رسمي ادارو اعتماد نه کوي».

خو د پوځي چارو شنونکی جنرال امجد شعيب بيا دا خبري يوازي تبليغات بولي، چې په وينا يې موخه يې د پاکستان بدنامول دی. هغه له دويچه ويله سره د خبرو پر مهال وویل: «د دغې موضوع په اړه چې کوم کميسيون جوړ شوی دی د یادو افرادو شمير يوازې ۱۷ ښيي. خو دا چې ويل کيږي ډیر کسان ورک دي، له هغو څخه زيات شمير يې په افغانستان کې پټ شوي دي چې هلته د براهمداغ بګتي په روزنيزو کمپونو کې د ترهگرۍ له پاره روزل کيږي. همدا ډول يو شمير نور کسان نورو ملکونو ته تللي دي. ډیری داسې کسان هم شته چې په غرونو کې پټ دي او يا هم د سميه ايزو زورواکانو په شخصي بندي خانو کې بنديان دي. که د هغو په وينا چې د ورکو شويو کسانو شمير دې په ريښتيا دومره زيات وي نو بيا یې کميسيون ته ولې نه وړاندي کوي».

«تر۲۵۰۰ پوري لادرکه کسان»

د پاکستان د بشري حقونو کميسيون يو چارواکی اسد بټ بيا په دې اند دی چې د ورکو شويو افرادو شمير زرونو ته رسيږي. هغه وايي: «زما په فکر لږ تر لږه ۲۰۰۰ يا نژدې ۲۵۰۰ کسان ورک دي. زموږ د بلوچسان خلک وايي چې دا ارقام ډير لوړ دي. ورک شوي کسان د سند د ملت ګوند، شعيه احزابو، د بلوڅ بيلتون غوښتونکو او د ايم کيو ايم ګوندونو اړوند دي. زموږ ادارو ته په ساينسي ډول د څيړنو روزني نه دي ورکړل شوي. له همدې امله د هغوی په اختيار کې يوازي يوه لاره ده چې خلک ونيسي، شکنجه ېې کړي او په جرم يې معترف کړي. دوی پر نيونې ځکه اعتراف نکوي چې د شکنجې پر وخت انسانان مړه شوي هم دي. په نيول شويو باندي اعتراف د هغو له پاره ستونزي پيدا کوي. له همدې امله که کله يو کس د شکنجې پر مهال مړ کيږي د هغه جسد ليري غورځول کيږي».

د حيدرآباد اوسيدونکی او نامتو شننونکی بخشل تهلو دويچه ويله ته وويل: «په سند کې د خلکو د ورکېدو بهير د سند د ملت ګوند د غړو په نيولو پیل شوی. د دغو کسانو ځيني يې وژل شوي هم دي. د دغه کار بد اغيز دا دی، که اوس يو کس ورکيږي د هغه کورنۍ نه غواړي چې پوليس يا رسنيو ته خبر ورکړي. دوی برخلاف يا په پټه نورو منابعو ته مراجعه کوي او يا هم انتظار کوي. داسې هم شوي چې څلويښت تنه هلکان نيول شوي چې بيا وروسته بيرته خوشي شوي، خو له ډلې څخه يې څو تنه ورک دي. همدا اوس د يو پوهنتون څلويښت هلکان نيول شوي دي چې ډیري ېې بيرته خوشي شوي دي. له تهرپارکر څخه هم نژدې ۲۵ تنه نيول شوي ول چې بيا بيرته خوشې شول. خو دغو ټولو کسانو د ويرې له کبله رسنيو ته خبر نه دی ورکړی. داسې ښکاري چې حکومت غواړي پر دغو حالاتو سترګې پټي کړي».

مذهبي ګوندنه

مذهبي ګوندنه هم ورته شکایتونه کوي. د اهل سنت و جماعت ګوند مشر انيب فاروقي دويچه ويله ته په دې اړه وویل: «زموږ نژدې سل کارکونکي ورک دي، په دغو کې پنځه تنه مشران هم شامل دي. حکومت د دغو کسانو د موندني په اړه تر اوسه هيڅ نه دي کړي».

اوس په پاکستان کې د خلکو د ورکېدو موضوع تر لوړو ګوندونو پوري رسيدلې ده. په وروستيو ورځو کې د پيپلز ګوند درې مشران هم نيول شوي دي. په دې اړه د پي پي پي ګوند مشر رحمت الله بابر دویچه ويله ته وویل: «دغه درې مشران د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري ته نژدې خلک دي. موږ د کورنيو چارو وزير ته وويل چې په دې اړه دې ولسي جرګې ته خبر ورکړي او موږ ته دې ووايي که چيري دغو کسانو کوم جرم کړی وي نو ولې يې عدالت ته نه معرفي کوي. موږ د دغو کسانو له کورنيو سره هم په اړيکه کې يوو».

زموږ له ارشيف څخه: