1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په پاکستان کي د ناروې او فليپين سفيران وژل شوي»

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۸, جمعه

د پاکستان په شمال کې یوه څرخي الوتکه د ناستې پر مهال لوېدلې او شپږ کسان پکښې وژل شوي دي. په وژل شوو کې د ناروې او فلیپین سفیران، دوه پیلوټان او د مالیزیا او انډونیزیا د سفیرانو میرمني شاملي دي.

https://p.dw.com/p/1FMiR
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې د پاکستان د پوځ د ویاند ډگر جنرال عاصم باجوه له قوله لیکلي دي چې په درو MI 17 ډوله څرخي الوتکو کې یو شمیر بهرنیو دیپلوماتو د پاکستان شمالي سیمي گيلگت بلتستان ته سفر کاوه. د هغه په وینا دغو کسانو په هغو مراسمو کې گډون کاوه چې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ورته وینا کوله.

عاصم باجوه، ویلي دي: «دوې څرخۍ الوتکي په خوندي توگه کښېناستې، خو دریمي سقوط کړی او اور يې اخيستی دی.»

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په قربانیانو کې د ناورې سفیر لایف لارسن، د فلیپین سفر ډومینگو لوسنیارو، د مالیزیا او انډونیزیا د سفیرانو میرمنې او همداشان د څرخۍ الوتکي دوه پیلوټان شامل دي.

د پاکستان پوځ د راپور له مخي د دغي څرخۍ الوتکي د سقوط په پېښه کې د پولنډ سفير اندريچ انانيچوليش او د هالند سفير مارسل دي فينک ټپيان شوي دي. په دغه الوتکه کې ۱۱ بهرنيان او ۶ پاکستانيان ول.

دا په پاکستان کې له ۲۰۱۲م کال راهيسي د يوې الوتکي د رالوېدو تر ټولو ناوړه پيښه ده. په دغه کال کې په پاکستان کې يوې الوتکي سقوط وکړ او ۱۳۰ تنه مسافر پکښې ووژل شول.

په ۱۹۸۸م کال کې په پاکستان کې يوې الوتکې سقوط وکړ چې پکښي د هغه وخت واکمن جنرال ضياالحق او د امريکا متحدو ايالاتو سفير ووژل سول.

ویل شوي دي چې الوتکي د نلتر په سیمه کې بیړنۍ ناسته کړې ده او د پیښې علت معلوم نه دی. خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې الوتکه د ناستې پر مهال له یوه ښوونځي سره جنگیدلې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې نواز شریف په خپله الوتکه کې دغي سیمي ته روان وو چې دغه «غمجن خبر» یې تر لاسه کړ. زیاته شوې ده چې نواز شریف د دغي پیښي له کبله بیرته اسلام آباد ته راستون شوی دی.

ويل شوي دي چې نواز شریف د دغې غمجنې پیښې په هکله ژور خفگان ښوولی دی او په پیښه کې یې د وژل شوو کسانو په هکله خواشيني څرگنده کړې ده.

که څه هم چي د پاکستان پوځ ويلي دي چې دغي څرخۍ الوتکي اور اخيستی دی، په دغه هيواد کې وسله والو طالبانو ويلي دي چې الوتکه دوی را اچولې ده. د پاکستاني طالبانو يوه وياند محمد خراساني په اردو ژبه يوه اعلاميه خپره کړې چي پکښې راغلي: «دغه څرخۍ الوتکه په الوتکي ضد راکټ سره ويشتل شوې او را اچول شوې ده.»

په اعلاميه کي زياته شوې ده چې د الوتکي د سقوط په پېښه کې د هغې پيلوټان او د څو هيوادونو سفيران پکښې وژل شوي دی.