په پاکستان کي د هندوانو تاريخي ميراث کټاس راج مندر
د پاکستان د پنجاب ایالت په چکوال ولسوالۍ کې د کټاس په نوم د هندوانو یو ډیر تاریخي او مقدس کلې موج دی. د دې کلي د مندر یادونه تر میلاد ۳۰۰ کاله مخکې لیکل شوي کتاب مهابهارت کې شوې. دلته ئې انځورونه واړندي کيږي.
د هندانو کلي د لمنځه تلو له خطر سره مخامخ دي
د هند تر ویشل کیدو مخکې په دې ځای کې ډېر هندوان اوسیدل، خو تر ۱۹۴۷م کال وروسته دغه هندوان هند ته منتقل شول. د کټاس راج د مندرونو له مجموعې څخه رام چندر، هنومان مندر او شیو مندر ډیر مشهور دي.
له ډیرو مندرونو او کلیساو څخه جوړ کمپلیکس
د کټاس راج ټیمپل په کمپلیکس کې د هندوانو ۷ مندرونه او د سکانو درمسالونه او د بودیزم د پیروانانو مقدس او تاریخي عبادت ځایونه موجود دي.
د هندو دیوتا شیو اوښکې
د هندوانو په تاریخي کیسو کې راغلي دي چې د شیو په نوم د دوی (په اصطلاح) د یو معبود ښځه ستي، مړه شوه نو شیو دومره وژړل چې له اوښکو څخه یې دوه تالابه جوړ شول چې یو ته یې پشکار او دوهم ته یې کتکشا وایې. کتکشا په سنسکرت کې د اوښکو لړۍ ته وایې.
د مندر له تر ټولو لوړي نقطې څخه ليد
د شري کټاس راج دغه انځور له تر ټولو لوړ مندر څخه اخیستل شوې دی. په دې انځور کې مرکزي تلاب، او شاوخوا مندرونه، حویلۍ، او نور ملحقات لیدل کیږي.
طبعي چینې
د کټاس راج د شهرت یو ډیر مهم لامل د اوبو هغه طبیعي چینې دي چې د اوبو له یوځای کیدو څخه د گنیا، وله رامنځته شوې. د کټاس راج یوه بله ځانگړنه په دې کې ده چې د تالاب چارچاپیره مرکزي مندر او نور عبادت ځایونه په غبرگ یا جوړه شکل جوړ شوي دي.
په غرنيزه سیمه کې مندر او عبادت ځای
په چکوال کې د کوهستان نمک ټوله سیمه له کوچنیو او لویو غرونو او تپو څخه جوړه شوې ده. په سونه کلونه مخکې به مندرونه په داسې لوړو ځایونو کې جوړیدل چې ته د ورتگ له پاره باید ډیر زحمت ایستل شوی وای.
پر دیوالونو پخوانۍ نقاشۍ
په حویلۍ کې دننه پر دیوالونو باندې د مختلفو رنگونو نقاشۍ لیدل کیږي چې سونه کلونه پخوا هري سنگه نلوا جوړ کړي ول.
د هندوانو په اصطلاح فیل خدای یا گهنیش
په دغه ځای کې د هندوانو په اصطلاح د فیل خدای گهنیش انځور نقاشي شوی، په کوم چې هغه نورو حیواناتو ته خواړه ورکوي. د کټاس راج مندر په ودانولو کې له چونې څخه ډیر کار اخیستل شوی دی.
لرغوني آبدات
په دې انځور کې د گټاس راج څو ودانۍ په یو وخت کې لیدل کیږي چې یو مندر هم موجود دی. د دې تر څنگ حویلي او د اوسیدو څو دروازیې کور. په انځور کې لیدل کیږی چې دغه ودانۍ له سونو کلونو راهیسې موجودې دي او د وخت تاوده او ساړه بادونه یې تجربه کړي دي.
دولس دروازیې مندر
د کټاس راج د مندرونو څخه دغه ځانگړی مندر د نوموړي کمپلیس له نورو مندرونو څخه په سونو کلونه وروسته جوړ شوې دی. له همدې امله د دغه مندر وضعیت د نورو په پرتله یو څه ښه دی. د لرغونپوهانو په اند د کټاس راج ډېر کوچني مندرونه ۹۰۰ کاله مخکې جوړ شوي دي. خو د شواهدو له مخې لومړي مندر په شپږم عیسوي قرن کې جوړ شوی دی.
مذهبي ارزښت او پوځي ضرورت
د لرغونپوهانو په خبره په دې انځور کې ښکاریدونکی مندر هم نږدې ۹۰۰ کاله پخوانی دی، خو د مندر شاته کلا ډوله ودانۍ تر هغه هم ډیره سابقه لري او مخکې جوړه شوې ده. دا یوه عسکري ودانۍ ته ورته ساختمان دی.
په کنبد شکله مندر کې شیو لِنگ
د دغه کنبد ډوله خونې په تاقچه کې دیوتا شیو ته منسوب د هندوانو په اصطلاح خدای ایښودل شوی دی، کوم چې هندوان یې عبادت کوي.
د شیو او ستي د اوسیدو ځای
د هندوانو په مختلفو کیسو کې راغلي دي چې د شیو په نامه په اصطلاح د دوی خدای او میرمنه یې ستي، تر واده وروسته څو کاله په کټاس راج کې اوسیدلي دي. د هندوانو د عقیدې پر بنسټ د کټاس راج په تالاب کې تر لمبیدو وروسته گناهوي بخښل کیږي.