په پاکستان کي درو چاودنو ۷ کسان وژلي دي
۱۳۹۳ خرداد ۳, شنبهدا په داسې حال کې ده چې له درو ورځو راهیسې د پاکستان پوځ له افغانستان سره پولې ته نزدې د یاغیانو پر ضد پیاوړي عملیات پيل کړي دي چې په پایله ېک یې ويل کيږي لږ تر لږ ۷۵ وسله وال جنگيالي وژل شوي دي.
لا تر اوسه پوري کومې ډلې د وروستیو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې نه ده. خو دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د پاکستان حکومت له تحریک طالبان پاکستان سره په خبرو اترو بوخت دی. دغه خبري اتري کله د مخالفتونو له کبله ودریږي او کله بیا بیرته پیل شي چې تر اوسه پوري یې کومه پایله لرلې نه ده.
لومړۍ چاودنه په اسلام آباد کې د جمعې په ورځ پر سیمه ییز وخت دوو بجو په یوه مارکیټ کې رامنځ ته شوه. په دې پیښه کې یو ساتونکی ووژل شو او یو بل بیا ټپي شو. د پولیسو یوه چارواکي چودري حفیظ حسن، ویلي دي: «یو ساتونکی په روغتون کې ومړ. هغه ډیر سخت ټپي شوی وو او له همدې کبله یې ساه ورکړه.»
همدې چارواکي زیاته کړې ده چې په پیښه کې بل ټيي شوی ساتونکی اوس په روغتون کې تر درملني لاندي دی. په سیمه ییزو تلویزیونو کې د مارکیټ ماتي هنداري ښولي دي.
دویمه چاودنه تر لومړۍ نیم ساعت وروسته د ښار په یوه بله سیمې کې رامنځ ته شوه. دا په اپریل کې په اسلام آباد کې تر چاودنې وروسته لومړۍ وار وو چې دغه ښار بیا انفجارونو ولړزاوه. د اپریل میاشتي په چاودنه کې ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د پولیسو یوه چارواکي ویلي دي چې دویمه چاودنه په یوه موټر کې د چاودیدونکو موادو د ځای پر ځای کولو له کبله رامنځ ته شوې وه چې په پایله کې یې څوک نه دي ژوبل شوي.
دریمه او تر دوو نورو خونړۍ پېښه د افغانستان او پاکستان پولې ته نزدې د مومند په کلي کې رامځ ته شوه. په پېښه کې یوه بم د نیمه پوځيانو پر یوه قطار باندې وچاودید چې په پایله کې شپږ نیمه پوځیان ووژل شول.
په وروستیو کلونو کې د پاکستان د تاوتریخوالي په پایله کې په زرونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. خو ډیر وخت بریدونه د پاکستان په پلازمېنه کې نه بلکې په نورو ولایتونو کې رامنځ ته کیږي.