په پاکستان کي بمي چاودني ۲۰ تنه عسکر وژلي دي
۱۳۹۲ دی ۲۹, یکشنبهيوه پاکستاني چارواکي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۹) سهار د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي پيښه نن سهار شمالي وزيرستان ته نژدې په بنو ښار کي رامنځ ته سوې ده.
دغه سيمه د وسله والو پاکستاني طالبانو او القاعدې جنګياليو د روزني په ځای مشهوره ده.
دغه چارواکي چي نوم يې نه دی اخيستل سوی ويلي دي: «موږ اوس په دې تلاښ کي يو چي معلومه کړو چي آیا دا يو ځانمرګی بريد وو، که په موټر کي ځای پر ځای سوی بم.»
هغه زياته کړې ده: «په دغه چاودنه کي چي د پوځي کاروان په هغه موټر کي چي عسکر پکښې انتقالېدل رامنځ ته سوې ده، پکښې ۲۰ تنه عسکر وژل سوي او ۳۰ کسان نور ټپيان سوي دي.»
د هغه په خبره پيښه هغه مهال رامنځ ته سوې ده چي پوځي کاروان د شمالي وزيرستان له «برزمک» ښار څخه د وتلو په حال کي وو.
خو د بنو سيمي د پوليسو يوه چارواکي ويلي دي چي پيښه په هغه موټر کي رامنځ ته سوې ده چي د سرحدي ځواکونو له خوا کرايه سوی وو.
دغه پوليس ويلي دي چي د سرحدي ځواکونو د انتقال له پاره يو موټر په کرایه نيول سوی وو او کله چي عسکر پکښې کښېناستلي چاودنه رامنځ ته سوې ده. د سرحدي ځواکونو يوه چارواکي هم پيښه تاييد کړې ده.
دغه پوليس هم چي د خپل نوم د نه اخيستلو په شرط يې خبري کړي دي ويلي دي چي په پيښه کي ۱۸ کسان وژل سوي دي چي د هغوی ډېری سرحدي ځواکونه دي.
د پيښي مسووليت په پاکستان کي وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی.
دا لومړی وار نه دی چي په بنو ښار کي د پاکستان پر پوځي کاروان باندي بريد ترسره کيږي، بلکي څو واري نورهم تر سره سوي دي.
د پاکستان پوځ له کلونو راهيسي د وطني وسله والو ياغيانو پرضد په قبېله يي سيمو کي چي د واشنګټن په نظر د طالبانو او القاعده ډلي اصلي مرکزونه دي جنګيږي.