په پاکستان کي اور لگېدنو ۱۱۰ تنه وژلي دي
۱۳۹۱ شهریور ۲۲, چهارشنبهلومړۍ پېښه د پنجاب ايالت په مركز لاهور کي هغه وخت رامنځته سوه چي د څپليو د جوړولو په يوه كار خانه كي د برېښنا مزو شاټي وكړه او اور بل سو. په دې پيښه کي ۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د پنجاب د پوليسو په خبره په پيښه کي د مزدورانو تر څنګ د كارخانې مالک او د هغه زوى هم وژل سوي دي.
پوليس زياتوي، چي په دې پېښه كي ډېرى كسان ټپيان سوي هم دي، چي د ځينو حالت ئې د اندېښنې وړ دئ، پوليسو دا هم ويلي دي، چي کېدای سي د مړو په شمېر کي زياتوالی راسي.
د لاهور د څپليو په كارخانه كي د اورلګېدو تر پيښي لږ وروسته د سه شنبې(۲۰۱۲ کال د سپتمبر ۱۱) په ماښام په كراچۍ كي هم دې ته ورته يوه پېښه تكرار سوه او د کاليو ګنډلو يوې كارخانې اور واخيستی.
په كراچۍ كې د ډاكټرانو په خبره، په دې پېښه كي تر اوسه پوري روغتونونو ته د شپږ شپېته تنو مړي وروړل سوي دي، چي ښځي او ماشومان هم پکښې شامل دي، دوی وايي د مړيو او ټپيانو د راوړلو لړۍ اوس هم دوام لري.
يو تن ډاکټر چي ځان افتاب معرفي کوي، خبريالانو ته ويلي دي، چي له هرو پنځلسو يا شلو دقيقو وروسته يو دوه يا درې مړي راوړل كېږي، چي دا شمېره نوره هم پر ډيريدو ده.
خو د تازه مالومات پر اساس تر اوسه پوري په دې پېښه كي نزدې ۹۰ كسان د سوځېدو له امله مړه سوي دي او څو تنه نورهم سخت ټپيان دي.
دا لا تر اوسه پوري نه ده معلومه چي دغه پيښي رشتيا هم د بريښنا د مزو له شراټۍ څخه را منځته سوي دي، که نه دا به هم د ترهگرۍ يو بل ډول يرغل وي.
كه څه هم د دغه كارخانو مالكان په خپلو ځايونو کي د ماشومانو شتون او د هغوى كار كول درواغ بولي، خو په دغه كارخانه كي يو عيني شاهد شاه محمد دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته د تليفون پر ليکه وويل: «د كراچۍ په ټولو كارخانو كي د سړيو او ښځو تر څنګ تنكي ماشومان هم په خواريو بوخت وي.»
دده په خبره، خو كله چي د پلټني ډله راځي نو په هغه ورځ د دغه ماشومانو رخصتي وي او د مالكانو له خوا ښځو او سړيو ته دا هم ويل كېږي چي دوى دي تحقيقاتي ډلو ته خپلي تنخواوي لوړي ښيي، كنه نو له كار څخه به ئې پسې واخلي.
خو په پاكستان کي د مزدورانو د اتحاديې يو مشر عبدالرحيم ميردادخېل وايي، چي په دې پسې ئې مټي رانغښتي دي، چي د مزدورانو ژوند خوندي كړي:
«لومړى به په كراچۍ او وروسته به په اسلام اباد كي يوه غونډه كوو او له دولت څخه به غوښتنه وکو چي له مزدورانو سره د ناروا عمل مخه ونيول سي.»
دا د خپل ډول لومړۍ پيښه نه ده چي په پاکستان کي را منځته کيږي. د دغه هيواد په شخصي کارخانو کي دغه ډول پيښي ډيري را منځته سوي دي.
حبيب الرحمن تاثير/کوټه
کتونکی: نجيب الله زيارمل