1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي انتخاب يوه مياشت نور وځنډېدل

۱۳۸۶ دی ۱۲, چهارشنبه

په پاکستان کي د جنوري پر اتمه پلان سوي انتخابات تر يوې مياشتي اضافه يعني د فيبرورۍ تر اته لسمي پوري وځنډېدل.

https://p.dw.com/p/DKC0
په پاکستان کي د انتخاباتو د ځنډيدو علت په هغه هيواد کي بې امنيتي بلل سوې ده
په پاکستان کي د انتخاباتو د ځنډيدو علت په هغه هيواد کي بې امنيتي بلل سوې دهانځور: picture-alliance/ dpa

دغه خبر نن په اسلام آباد کي د انتخاباتو د کمېسيون مشر ورکړی.

د حکومت د مخالفي سياستوالي بېنظير بوټو د وژلو له امله رامنځ ته سوی کړکېچن حالت ددې باعث سو، چي دډيرو ايالتو حکومتي مشران د انتخاباتو د ځنډېدو مشوره ورکړي. خو مخالفو ګوندونو بيا ددې پرېکړي سره مخالفت ښوولی دی.

پروېز مشرف به نن ماښام ملت ته يوه تلوېزيوني وينا وکړي. دی په وينا کي د بېنظير بوټو د وژلو په اړه د نړيوالي مرستي په اړه معلومات ورکړي او همدارنګه به د خلګو څخه د آرامۍ غوښتنه وکړي. پاکستاني چارواکو په روان وخت کي د دوو هغو شکمنو کسانو عکسونه خپاره کړي چي د بېنظيربوټو د وژلو شک ورباندي کيږي، او ددوی د پېژندلو پر سر يي 164000 زره امريکايي ډالره جايزه اېښې ده.