په پاریس کې د درو تنو کوردانو ښځو مړي وموندل شول
۱۳۹۱ دی ۲۱, پنجشنبهاعلان
د فرانسې د کورونیو چارو وزارت ویلي دي چې د درو تنو ښځینه کوردانو مړي یې په فرانسې کې موندلي دي. د چارواکو په خبره دغو ښځو د کوردانو له PKK ګوند سره تړاو لاره.
د پولیسو ویلي دي چې د وژل شویو ښځو مړي په فرانسه کې د کوردانو په یوه معلوماتي مرکز څخه موندل شوي دي. هغوی زیاته کړې ده چې دغه ښځې پر سر او غاړه باندې په مرمیو ویشتل شوې دي.