1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاريس کي چاودنو او فايرونو سخته مرګ ژبله اړولې

نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ آبان ۲۳, شنبه

د راپورونو له مخي په پاريس کي څو چاودنو او وسله والو نښتو په لسونو انسانان وژلي دي او نژدې دوه سوه کسان د کنسرت په يوه سالون کي وسله والو يرغمل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1H5Xa
Frankreich Paris Schießerei Explosion bei Länderspiel
انځور: Getty Images/AFP/K. Tribouillard

لومړي راپورونه وايي چي تر ۴۰ پوري انسانان وژل سوي دي او ۶۰ سخت ټپيان سوي دي. ويل کيږي چي همدا اوس (د جمعې د ورځي ماخستن) د پاریس په درو بېلابېلو سيمو کي وسله والي نښتي وسوې او هغه لوبغالي ته نژدې چي د آلمان او فرانسې د ملي لوب‌‌‌‌‌‌ډلو دوستانه لوبه روانه وه دوې ستري چاودني وسوې.

د وروستيو راپورونو له مخي يو شمېر وسله والو کسانو د کنسرت په يوه سالون کي په لسونو انسانان يرغمل کي او د عيني شاهدانو په حواله يرغمل نيونکي د غچ اخيستلو چغي وهلې. د کنسرت ځای د چارلي ابدو مجلې دفتر ته نژدې دئ. پر دغه دفتر څو مياشتي دمخه تروريستي يرغل وسو او د مجلې څو کار کوونکي ئې ووژل.

Frankreich Paris Schießerei Explosion bei Länderspiel
انځور: Getty Images/AFP/K. Tribouillard

د مرګ ژوبلي دقيق شمېر لا روښانه نه دئ د راپورونو له مخي پوليسو ويلي دي چي کيدای سي دوه ځانمرګي بريدونه سوي وي. وسله وال کسان په يوه رستورانت ننوتي او پر انسانانو يې فايرونه کړي. په پاريس کي داسي يو حالت دی چي هيڅوک نه پوهيږي څه به پېښ سي.

يو عيني شاهد چي د کنسرت له سالونه په تېښته بريالی سوی، ويلي دي چي وسله والو په سالون کي پر انسانانو باندي لس دقيقې فايرونه وکړل. هغه ويلی دي چي ۲۰ مړي ئې پخپله ليدلي دي او يو انډيوال ئې په سالون کي پاته دئ.

د جمعې په ورځ داسي خبرونه خپاره سول چي په هغه هوټل کي چي د آلمان فوټبال لوبډله اوسېده بم ځای پر ځای سوی، خو وروسته بيا څه نه وموندل سوه.

په پاريس کي د آلمان او فرانسې د دوستانه لوبي نندارې ته د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند او د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير هم ورغلي ول. خو لوبغالي ته نژدې تر دوو ستر چاودنو وروسته چي په تلويزيون هم واورېدل سوې دواړه د ننداره کوونکي له کتاره ووتل.

Frankreich Paris Schießerei Explosion bei Länderspiel
انځور: Reuters/P. Wojazer

لږ وروسته د فرانسې جمهور رئيس په يوه لنډ تلويزيوني پيغام کي وويل چي هيواد او هيوادوال به ئې هيڅ وخت ترهګرۍ ته تسليم نه سي.

د فوټبال ډېر ننداره کوونکي له بيره په لوبغالي کي پاته سول او وروسته بيا کرار کرار ووتل. دا چي لوبغاړي له لوبغالي وتلي که همالته پاته دي تر اوسه لا روښانه نه ده.

په فرانسه کي بېړنی حالت اعلان سوی او خپل ټول سرحدونه ئې تړلي دي. د وروستيو راپورونو له مخي د مرګ ژوبلي شمېر کيدای سي نور هم لوړ سي.