په پاريس کي له مهاجرو ښونځی خالی سو
۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبهد چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۶ کال د اپريل ۴مه) د پاريس په شمال ختيځه برخه کي پوليسو له پناه غوښتونکو څخه د ښوونځی يوه ودانۍ خالي کړله.
دغه ودانۍ د اپريل مياشتي په ۲۲مه نېټه د تقريباً۱۵۰ پناه غوښتونکو له خوا په زور نيول سوې وه. وروسته دغه ودانۍ ته نور پناه غوښتونکي هم ورغلل چي د چهارشنبې په ورځ د پوليسو د عملياتو پر وخت په دغه نيول سوې ښوونځی کي تقريبا ۳۰۰ پناه غوښتونکي موجود ول.
خو د پوليسو له خوا د ښوونځی د ودانۍ د خالي کولو څخه تر مخه د پناه غوښتونکو په لسونو ملاتړ کوونکو احتجاج وکړ. دغو احتجاج کوونکو داسي شعارونه ورکول: «ټوله نړۍ له پوليسو بد وړي.» احتجاج کوونکو چي اکثرو يې مولونه وهلي او په دې توګه يې مخونه پټ ول، د مهاجرو په حق کي شعارونه ورکړل. دغه احتجاج کوونکو له مهاجرو سره د پيوستون غوښتنه کوله.
کله چي پوليسو هڅه وکړه چي خپل عمليات پېل کړي، نو احتجاج کوونکو يې په مخ کي خنډونه واچول. هغوی د ښوونځي د خول يوه لاره د ميزونو او چوکيو په مرسته بنده کړه. احتجاج کوونکو پر پوليسو د ډبرو وارونه هم وکړل چي په جواب کي يې پوليسو اوښکي بهېؤنکی ګاز استعمال کړ.
پوليسو د ښوونځي د ودانۍ د هغه دخول له لاري هم و ودانۍ ته د ورننوتلو هڅه وکړه چي پکښي تعميراتي کارونه روان ول. د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخي دغو عملياتو صرف څو دقيقې دوام وکړ چي وروسته د پناه غوښتونکو د پلويانو او د پوليسو تر منځ خبري اتري پېل سوې.
ياده ودانۍ د اپريل مياشتي پر ۲۲مه نېټه هغه وخت د پناه غوښتونکو له خوا ونيول سوه، چي د پاريس په همدغه برخه کي د ستالينګراد په نوم د مېترو يو تمځای چي د مهاجرو له خوا نيول سوی وو، د پوليسو له خوا خالي کړل سو.
د ياد ښوونځی د خالي کولو پريکړه يوې محکمې کړې وه چي پوليسو د چهار شنبې په ورځ سهار عملي کړه. په ښوونځي کي موجود اکثره مهاجر افغانان او افريقايان ول.