په پارلمان کې د سمنگانو استازی ووژل شو
۱۳۹۱ تیر ۲۴, شنبهد سمنگان ولایت والي له دویچه ویله (المان غږ) سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل: «یوه ځانمرگي برید کوونکي د احمد خان سمنگاني د لور د واده د مراسمو پر مهال خپل ځان والوزوه او په لسگونو کسان ئې ووژل.»
انوش زیاته کړه چې په دې برید کې د افغانستان د پارلمان یو غړی، د دې ولایت د امنیت رئیس، د ولایت یو قومي مشر، یو جهادي قوماندان او د سولې د ولایتي شورا یو غړی هم د وژل شوو کسانو په ډله کې شامل دي.
د وژل شوو کسانو په ډله کې د افغانستان د پارلمان غړی احمد خان سمنگاني هم شامل دئ. په همدې حال کې د سمنگانو د ولایت د جنایي څانگې مدیر غلام محمد، د اسوشیتد پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې چاودنه د سمنگان ولایت په مرکز ایبک ښار کې رامنځ ته شوې ده. ځانمرگي برید کوونکي خپل بم د واده د صالون په عمومي دروازه کې چاولی دئ.
د سمنگانو ولایت والي همداراز وویل چې د چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۶۰ تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي. احمد خان سمنگاني په ۸۰مه لسیزه کې په افغانستان کې د پخواني شوروي ځواکونو پر وړاندې جنگیدلی وو. هغه په وروستیو کې د افغانستان په پارلمان کې د خلکو د استازي په توگه وټاکل شو او د افغانستان په شمال کې د یوه کلیدي سیاسي رهبر په توگه مطرح شو.
د پېښې پړه تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض