په پارلماني انتخاباتو کي د جنګ سالارانو د ګډون په اړه اندیښنې
۱۳۸۹ شهریور ۵, جمعهچي په پارلماني انتخاباتو کي برخه اخلي.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون انتخاباتي مبارزو ته د جنګ سالارانو د ور ګډ یدو په باب پر تشويش سربیره پر ټولو افغانانو ږغ کړيدی چي جنګ سالارنو ته رایي ورنکړي .
ددغه کمیسیون اجرایيوي ریس محمد موسی محمودي دغه مسله ډیره جدي بولي، او وايي،
(( کمیسیون په دغه برخه کي انديښنه لري، خپله اندیښنه یې د بیلا بیلو ادارو او د انتخاباتو له کمیسیون سره شریکه کړې ده، مونږ دغه مسله د افغانستان د خلکو سره هم شریکه کړې او د هغوی څخه مو غوښتي دي چي د بشر دحقونو ناقضینو ته رایي ورنکړي)).
په تیرو څو اونیو کي انتخاباتي کمیسیون څو واره د یو تعدادهغو کسانو نومونه د کاندیداتورانو د لست څخه وایستل چي وایي یا یي د بشر حقونه تر پښو لاندي کړي او یا هم د وسله والو ډلګیو او نورو جنایت کارو ګروپونو سره اړیکي لري .
لیکن ډیری افغانان د کمیسیون وروستي اقدامات کافي نه بولي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ ( فیفا) مشر جانداد سپین غر هم ددغو کسانو څخه دی .
دی وایي چي اوس څوک په هغو کاندیدانو چي ورته جګړه مار بریښي ،نیوکه نسي کولای ، دا ځکه چي د انتخاباتو د کمیسیون د قانون له مخي د اعتراضاتو لړۍ سر ته رسیدلې ده .
جانداد سپین غر:
(( د اعتراضونو لړۍ د قانون او انتخاباتي کلیزي له مخي د انتخاباتي کمپاینو څخه ډیره مخکي پای ته رسیدلي ده، ولي د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو د کمیسیون له لوري د یو شمیر کاندیدانو د نومونو د ليري کولو لړۍ لا هم روانه ده چي دا مسله یوغیر عادي کار دی)).
دا چي په رښتیابه هم جنګ سالاران وکولای سي، انتخاباتو ته لار پيدا کړی ،په اړه یي د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو دکمیسیون غړی ضیا رفعت وایي:
(( تر هغو پوري چي یوه با صلاحیته محکمه د بشر د حقونو د ناقضینو په اړه فیصله و نه کړي او یو حکم صادر نه کړي، د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون نسي کولای چي د هغوی نومونه د کاندیدانو د لست څخه وباسي .)).
په را روانو انتخاباتو کي د بشر د حقونو د ناقضینو ګډون په داسي حال کي د ګڼو افغانانو اندیښني را پارولي دي او ډیری په دې نظر دي چي په اوسني پارلمان کي هم یو شمیر جګړه ماران پر څوکیو لیدل کیږي .
جلالزی
کتونکی : محمد قاسم نوري