1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټونس کي ټول ټاکني پيل سوې

۱۳۹۰ آبان ۱, یکشنبه

په تونس کي کابو لس مياشتي د ياسيمن له انقلاب څخه وروسته چي دا هيواد يې له يوې ديکتاتورۍ څخه وژغوره، نن د اساسي قانون د جوړيدو جرگې له پاره ټاکني پيل سوې.

https://p.dw.com/p/12xDo
د اساسي قانون دغه جرګه به تصميم نيسي چي تونس کي څه ډول يو سياسي
د اساسي قانون دغه جرګه به تصميم نيسي چي تونس کي څه ډول يو سياسيانځور: picture-alliance/dpa

د عربي نړۍ پسرلی په حقيقت کي له تونس څخه پيل سو او اوس هغه لومړی عربي هيواد دی، چي د يوې ديموکراتيکي راتلونکي په هيله د لومړي ځل له پاره خپل څو ګونديزاسامبله ټاکني.

د تونس په 7.2 مليونو خلکو چي د راييو ورکولو مستحق دي ږغ سوی، چي په ټول ټاکنو کي برخه واخلي. هغوی به په خپلو راييو سره يو 217 غړي لرونکي ملي اسامبله وټاکي چي په لومړي سر کي يې دنده د زين العابدين بن علي د څو لسيزو ديکتاتورۍ څخه وروسته يو نوي اساسي قانون تصويب کړي.

د دغه څو ګونيزي جرګې بله دنده به دا وي، چي د اساسي قانون د تسويد او تصويب مودې له پاره يو مؤقت ولسمشر او سرپرست حکومت وټاکي. دغه موقته يا انتقالي دوره کابو يو کال دوام کوي.

د ټاکنو د وړاند وينو له مخه ښايي د تونس اسلام پال، النهضه، نومي ګوند په دې ټاکنو کي تر ټولو زياتي رايي ورکړي. وجه يي دا ده چي دغه ګوند د بن علي د رژيم په موده کي بند ؤ او د تونس د عامو خلکو خواخوږي ور سره زياته ده.

د اساسي قانون دغه جرګه به تصميم نيسي چي تونس کي څه ډول يو سياسي نظام واکمن سي او څرنګه د خلکو بنسټيز آزادي او مدني حقوق خوندي وساتل سي، په خاصه توګه د ښځو حقوق.

ځکه ډيری ويره لري چي د النهضه د برياليتوب په صورت کي ښايي د ښځو په آزاديو کي محدوديتونه رامنځ ته سي. خو دغه ګوند ډاډ ورکړي، چي داسي يو قصد نه لري.

پر دغه ګوند باندي نيوکي زياتي دي او مخالفين يي وايي چي په ټاکنو کي د خلکو د تير ايستلو له پاره شعارونه ورکوي او پر خپلي اسلامي تند لاري باندي پرده اچوي او په دې هڅه کي دي چي د دين پر بنسټ ولاړ يو نظام رامنځ ته کړي.

د النهضه د ګوند انتخاباتي منجر، حسن العبيدي د خپل ګوند پر ضد د دغه نيوکي بې ځايه بولي او وايي چي دا د نسکور سوي رژيم د پاتي شونو خبري دي.

دا چي د النهضه په دې وعدو او ژمنو سړی باور وکړي که نه، سمدلاسه سړی څه ويلاي نه شي. خو هغه څه چي اوس يو واقعيت ګرځيدلی دا دی، چي په روانو ټاکنو کي دغه ګوند ستر نقش لري.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زیارمل