په ټول هېواد کې احتجاجونه
۱۳۸۶ آبان ۱۴, دوشنبهاعلان
په لاهور کې پوليسو د مشرف پر ضد د مظاهره کونکوو حقوقي وکيلانو باندی د اوښکو گاز استعمال کړ. په نورو ښارونو کښې امنيتي ځواکونو محکمو ته ټولې لارې بندی کړي وي، تر څو مخکې له مخه خلک احتجاج ونکړی شی.
رسمي اداروخبر ورکړی دی، چې په سل گونو مخاليفين بندي شوي دي.
د امريکا دفاع وزير روبرت گيټس د مشرف څخه غوښتنه کړه ده، تر څو زر تر زره په دغه هېواد کې د قانون پر بنسټ نظم بيرته اعاده کړي.