په ټوله نړۍ کي خبريالان تر فشار لاندي دي
۱۳۹۳ آذر ۲۵, سهشنبه
د بې سرحده خبريالانو سازمان په نړۍ کي د خبريالانو د وضعيت په اړه په خپل کلني رپوټ کي لیکلي دي چي په روان مېلادي کال کي د خبريالانو د تښتولو ۱۱۹ پيښي ثبت سوي دي، چي دا تر ۲۰۱۳م کال ۳۷ سلنه زياتي دي.
په ۲۰۱۳م کال کي هم تر هغه د دمخه کال په پرتله له خبريالانو سره د زورزياتي پيښي ډيري سوي وې.
په دغه رپوټ کي راغلي دي، د هغو ژورناليستانو او محلي خبريالانو، لکه وبلاگران چي د حکومتونو له خوا ورسره د زورزياتی له ويري له خپلو هيوادونو څخه وتلي دي، له ۲۰۱۳م کال راهيسي ئې شمېر دوه برابره سوی دئ.
په رپوټ کي ليکل سوي دي، چي په ۲۰۱۴م کال کي د رسنيو ۶۶ استازي د خپل مسلک په خاطر وژل سوي دي. پر دې سربيره ۱۹ تنه محلي ژورناليستان او د خبريالانو ۱۱ تنه همکاران هم وژل سوي دي.
د بې سرحد خبريالانو سازمان، د بيان د آزادۍ په کلني رپوټ کي د خبريالانو له پاره تر ټولو خطرناکه هيواد سوريه ښوولی دئ. يوازي په دغه هيواد کي ۱۵ حرفوي او ۱۷ محلي ژورناليستان وژل سوي دي. دغه راز د رسنيو ۲۷ کارکوونکي تښتول سوي دي.
په دغه رپوټ کي د خبريالانو له پاره فلسطيني سيمي په ځانگړې توگه غزه، د اوکراين ختيځ، ليبيا او عراق خطرناکه هيوادونه ښودل سوي دي.
په رسنيو کي ښودونکي قتلونه
د بې سرحده خبريالانو سازمان د مسئول ويانده استريد فروهلوف، ويلي دي چي په يو شمېر سيمو کي دوی د زورزياتي له يوې نوي بڼي سره مخامخ دي. هغې ويلي دي د «اسلامي دولت» ډلي له خوا د قتلونو د ويډيوگانو خپرول او په ډيرو هيوادونو کي له ژورناليستانو سره زورزياتی «د مطبوعاتو له آزادۍ سره غير انساني چلن دی.»
له مجازاتو څخه د خونديتوب فرهنگ
د روان مېلادي کال د دسمبر مياشتي تر لومړيو پوري په ټوله نړۍ کي ۱۷۸ حرفوي ژورناليستان د خپلو کارونو په سبب په زندانونو کي ناست دي. پر دې سربيره يو شمېر محلي خبريالانو هم بنديان دي.
په هغو هيوادونو کي چي له خبريالانو سره زورزياتی کيږي د بې سرحده خبريالانو سازمان د رپوټ له مخي چين تر نورو مخکي دئ. د نړۍ د ټولو بندي حرفوي ژورناليستان ۱۷ سلنه او د محلي خبريالانو تقريباً ټوله برخه په چين کي بنديان دي.