1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټوله سوریه کې پر رژیم د بریدونو غوښتنه

۱۳۹۱ تیر ۲۷, سه‌شنبه

د سوریې ملي شورا پر خپلو پلویانو باندې غږ کړی دئ چې په ټوله سوریه کې پر رژیم باندې بریدونه وکړي. په همدې حال کې په عراق کې د سوریې پخواني سفیر ویلي دي چې د دې امکان شته چې د سوریې رژیم له کیمیاوي وسلو څخه کار واخلي.

https://p.dw.com/p/15YoW
انځور: Reuters

په حمص کې د سوریې د ازاد ځواک مشرۍ د دوشنبې په ورځ د یوې بیانیې په ترڅ کې د سورئې د رژیم «د وژنو او وحشیانه جنایتونو» پر وړاندې د د غبرگون په توگه خپل پلویان په ټوله سوریه کې پر دولتي ځواکونو باندې بریدونو ته وهڅول.

په بیانیه کې له ازادو سرتیرو څخه غوښتل شوي دي چې د پوځ پوستې، امنیتي او نیمه امنیتي ځواکونه محاصره کړي او له مینځه ئې یوسي.

د سوریې ازاد پوځ په دې بیانیه کې دغو عملیاتو ته د «د دمشق اور غورځوونکی او د سوریې زلزله» نوم ورکړی دئ. هغوی ویلي دي چې دا په سوریه کې د مدني نافرمانۍ لومړنۍ ستراتیژیک قدم دئ. د سوریې د رژیم مخالفین وایي چې د دوشنبې په ورځ ئې د اسد ځواکونه د دمشق له دوو سیمو څخه شړلي دي.

په سوریه کې یوه ټولنیز فعال چې خپل ځان ئې ابومصعب باله، د سوریې په پاڅونونو کې وروستی بدلون لوی «تحول» وباله.
په یوه انترنیتي ویدیو کې ښوول شوي دي چې یاغیان د ټانکونو ضد توغندي توغوي. ویل کیږي چې د سوریې رژیم د دمشق له میدان څخه ټانکونه ایستلي دي.

د کیمیاوي وسلو د کارونې امکان

په عراق کې د سوریې پخواني سفیر تواف فارس، ویلي دي چې کیدای شي د سوریې رژیم د یاغیانو پر وړاندې له کیمیاوي وسلو څخه کار واخلي. هغه له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې بشارالاسد په واک کې د پاتې کیدو له پاره حاضر دئ چې د سوریې ټول خلک قرباني کړي.

فارس ویلي دي چې که پر اسد باندې فشارونه ډیر شي کیدای شي چې هغه له کیمیاوي وسلو څخه کار واخلي. د هغه په خبره د نه تأیید شوو رپوټونو له مخې په حمص کې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستل شوی دئ. فارس ویلي دي:

«دا چې د سوریې حکومت په نزدې راتلونکې کې سقوط کوي یوه حتمې خبره ده.»

فارس تر دې مخکې د سوریې په رژیم کې ډیرې دندې تر سره کړي دي خو هغه د چهارشنبې په ورځ په عراق کې خپله دنده پريښوده او د اسد له مخالفینو سره یوځای شو.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض