«په ټاکنو کې باید ښځو ته امتیازات ورکړل شي»
۱۳۹۲ تیر ۱۳, پنجشنبهد افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد، د پنج شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د جولای څلورمه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، د دې له پاره چې ښځې په ټاکنو کې پراخه برخه واخلي باید د هغوی په اړه یو مثبت تبعیض شتون ولري. نور محمد ټینګار وکړ چې ښځې باید په ځانګړي ډول وهڅول شي چې یا پخپله ځانونه ونوموي او یا هم له نورو نوماندانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړي او هغوی ته رایې وکړي. په همدي حال کې د ټاکنو کمیسیون په ولایتي شوراګانو کې ښځو ته د ۲۵ سلنه څوکیو د ځانګړي کولو غوښتنه هم کړې ده.
د پلان له مخې به په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي. د دغه ټاکنو له پاره همدا اوس هم چمتوالی روان دی. په دې ترڅ کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د رای اچولو د کارتونو د توزیع کولو بهیر هم په لاره اچول شوی دی. خو ویل کیږي چې په دې بهیر کې د ښځو حضور ډير کم رنګی دی.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند پر دې خبرې باندې ټینګار وکړ چې په ټاکنو کې د ګډون له پاره د ښځو د هڅولو په موخه باید هغوی ته ځیني امتیازات ورکړل شي. «د ښځو پر وړاندې لا هم ډیرې ستونزې پرتې دي او هغوی نه شي کولای چې له نارینه وو سره رقابت وکړي. دې مسلې زموږ اندیښنه راپارولې ده او په اړه یې له مشرانو جرګې او یو شمیر نورو بنسټونو سره په خبرو بوخت یو چې یوه قانوني حل لاره ورته وموندو.»
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون وایي چې د ټاکنو په قانون کې يې یو شمیر نوې نیمګړتیاوې په نښه کړې دي، چې د له منځه وړلو په موخه یې د مدني ټولنې له استازو او مشرانو جرګې له غړو سره کار بوخت دي. د افغانستان د ټاکنو د کمیسیون ویاند په دې اړه وویل: «موږ په دوو پړاونو کې له مدني ټولنې او مشرانو جرګې سره په دې کار کوو چې په قانون کي اصلاحات راولو او موجودې ستونزې له منځه یوسو.»دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ د ټاکنو یوه افغان څارونکي سازمان فیفا، هم اندیښنه څرګنده کړې وه چې د ټاکنو له پاره جوړ شوی میکانیزم ستونزې لري. دې سازمان په پیړنۍ توګه د دغو ستونزو د له منځه وړلو غوښتنه کړې وه.