1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټاکنو کي کرزی ګټونکی دی خو څارونکي د درغليو څخه خبري کوي

۱۳۸۸ شهریور ۱۸, چهارشنبه

د جمهوري رياست د انتخاباتو د 90 فيصدو مؤقتي رايو په شميرلو کي حامد کرزي د اولي پلا دپاره تر 50 فيصده اضافه رايي تر لاس کړي دي .که رايي په همدې شکل پاته سي، نو اوسني جمهوررييس، انتخابات حتی په لومړمۍ مرحله کښي ګټلي دي...

https://p.dw.com/p/JYmC
ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

پرون انتخاباتي کميسويون اعلان وکۍ ،چه حامد کرزي په اوس وخت کښي 54 فيصده رايي، او دده سيال عبدا لله عبدا لله تقريبأ 28 فيصده رايي پلاس راوړي دي .

خو داچه دغه شميرنه څونه اعتبار لري ،په اوس وخت کښي هغه کاملأ نامعلومه ده . ځکه يوه بل اُرګان يعني د انتخاباتو د شکاياتو بيطرفه کميسون د يو تعداد رايو د سره حسابولو امر ورکړی دی .

لکه څنګه چه د انتخاباتو ناظرينو چه د ملګرو ملتو لخوا يې ملاتړ هم کيږي ،اعلان وکۍ چه دوی د خپلو څيړنو او تحقيقاتو په جريان کښي ښکاره جعل کارۍ ليدلي او پيدا کړي دي . د ملګرو ملتو يو وياند عالم صديقي وايي چه په انتخاباتو کښي بې نظمۍ ډيري وې . دی وايي،

« موږ د انتخاباتواو شکايتونود کميسونو څخه غواړو چه خپل کوښښونه ډير کي . دا پدې معنی چه هره انتخاباتي حوضه چه په هغه کښي جعل کارۍ تر سره سوي وي ،رايي يې حساب نسي . د انتخاباتو صحت هم د افغانستان او هم د هغه د بين امللي ملګرو دپاره ډير اهميت لري . »

د جعل کارۍ تورونه زيادتره د حامد کرزي پر ډله باندي کيږي . د رپوټونو او معلوماتو پر اساس اوسني جمهوررييس حامد کرزي په ځينو انتخاباتي حوضو کښي 100 فيصده رايي پلاس راوړي دي ، او مقابل کانديد حتی يوه رايه هم پلاس نده راوړې . تر انتخاباتو لږ وروسته ويل کيدل چه د ځينو سيمو په انتخاباتي حوضو کښي د انتخاباتو جعلي ورقي ډکي سوي دي .

نيويارک ټايمز د سلهاوو تش په نامه انتخاباتي حوضو څخه چه هيڅ وجود نلري ،خبري کوي ،چه په هغو کښي په سل هاوو زره رايي د کرزي په نامه ثبت سوي دي ،چه که څه هم هلته هيڅوک انتخاب سوی ندی.

د کرزي په ټاټوبي کندهار کښي مثلأ د مؤقتي رايو د حسابولو د نتيجو پر اساس 350000 د رايي ورکولو پاڼي ډکي پرتې دي ،خو غربي ناظرين ګمان نه کوي ،چه هلته تر 25000اضافه کسان انتخاباتو ته تللي او رايي يې ورکړي وي . د انتخاباتو قاطع او نهايي نتايج به هغه وخت اعلان سي ، چه د جعل کارۍ تورونه رفع سوي وي ،چه ګمان کيږي دا به ډير وخت به بر کښي ونيسي .

Küstner, Kai/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل