په ټاکنو کي د درغليو پيښې
۱۳۸۹ شهریور ۲۷, شنبهکابل
د لومړيو درغليو او ستونزو رپوټونه هم ورکړل سوي دي. د ټاکنو د خپلواک کمېسيون يوه وياند ويلي دي چي په دوو مواردو کي داسي رنګونه کارول سوي دي، چې په آسانۍ سره بيرته د منځه ځي. دغه ستونزي د کابل ښار په دوو مرکزونو کي تر سترګو سوي دي.
د کابل په باغ بالا سیمه کي د یوه انتخاباتي مرکز څخه اته جعلي کارتونه تر لاسه سوي دی
همدا راز د انتخاباتي شکایتونو اوریدو د کمیسون غړي ضیا رفعت هم ومنله چې د کابل ښار په یوه مرکز کي یې داسي یوه پیښه موندلې چې د یوه رایه ورکونکي د ګوتي رنګ پاک سوی دی.
د کابل په شمال کي د شکر درې په ولسوالۍ کي هم شپږ جعلي کارتونه له یوې ښځي سره یو ځای ونیول سول چي یاده مېرمن د تحقیقاتو لپاره د شکردرې امنیه قوماندانۍ ته استول سوې ده.
د حبیبیبې په لیسه کې هم د کارتونو د سورې کولو ماشینونو ستونزه پیدا کړي چې وروسته له قیچي ګانو څخه کار اخیستل سوی او همدا راز یو شمیرکاندیدانو او د هغوی پلویانو د مرکز د باندي خلکو ته خپل عکسونه ویشل چي هغوی ته رایه ورکړي.
هرات
په هرات کي هم د دويچه ويلي د خبريال د راپور سره سم ډيری خلک د گوتي د رنگ څخه شکايتونه کوي.
د هغوی په خبره رنگ ډير ژر د گوټي څخه پاکيږي او يو تن ډير اسانه کولای سي چي د يو ساعت په ترځ کي دوه ځله رايه و کاروي.
جلالزی/صابر/ زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم