1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يوې جاپاني اټومي بټۍ کي چاودنې د اټومي فاجعې اندېښنې راپارولي دي

۱۳۸۹ اسفند ۲۱, شنبه

د جاپان د فوکوشيما اټومي بټۍ په لومړي او دويم رياکتور کي د زلزلې وروسته د برېښنا رسد قطع سوی ؤ او بټۍ مخ په توتېدو وې. پدغه بټۍ کي يوې چاودنې اوس زياتي اندېښنې رامنځ ته کړي دي.

https://p.dw.com/p/R8gc
د زلزلې وروسته په يو شمېر ودانيو اور ولګېدی
د زلزلې وروسته په يو شمېر ودانيو اور ولګېدیانځور: AP

د جاپان په تاوان رسېدلې اټومي دستګاه فوکوشيما کي د خبرونو له مخي يوه چاودنه سوې ده. عيني شاهدانو د چاودنې ږغ اورېدلی او په تلويزيونونو کي داسي انځورونه خپاره کړل سوي چي پکښي د ودانۍ څخه پورته کېدونکی سپين دود او خوړسکه ښيي. داسي بريښي چي د فوکوشيما د لومړۍ بټۍ د ودانۍ يوه برخه له منځه تللې ده.

د جاپان د اټومي بټيو د څار ادارې ويلي دي چي ښايي دغه چاودنه د هغه هايډروجن غاز د چاودلو له وجې رامنځ ته سوې وي چي په مرسته يې بټۍ سړيږي. څلور انسانان د چاودنې وروسته و روغتون ته رسول سوي دي چي ژوبلي يې ګواښونکي نه دي.

د چاودنې څخه تر مخه د نوموړي اټومي بټۍ د يخولو په سيسټم کي د خرابۍ رامنځ ته کېدولو وروسته و بټۍ ته نژدې راډيو اکټيو شعاوي راوتلي دي. د جاپان د اټومي بټيو د څار ادارې ويلي دي چي د فوکوشيما د لومړي نمبر په بټۍ کي ښايي هستوي ويلي کېدنه رامنځ ته سي. د نوموړې ادارې د څرګندونو څخه تر مخه د دغې بټۍ په کنټرول خونه کي تر نورمال حالت څخه زرځله زياتې راډيو اکټيوي شعاوي پيمانه کړل سوي وې چي په ترځ کي يې اټومي اضطراري حالت اعلان کړل سوی ؤ.

هستوي ويلي کېدنه هغه وخت رامنځ ته کيږي کله چي د يوې اټومي بټۍ سوځېدونکي ذروي سيخونه تر اندازې زيات ګرم سي او ويلي کېدل پېل کړي. پداسي حالت کي د بتۍ څخه ذروي شعاوي اخراجيدل پېلوي. د جمعې ورځي د سختې زلزلې وروسته د فوکوشيما نومي برېښنا توليدؤنکې بټۍ د لومړي او دويم نمر مرکز د يخولو سيسټمونه خراب سوي وه.

د زلزلې وروسته لس مترو جګو طوفاني څپو سخت زيانونه ورسول
د زلزلې وروسته لس مترو جګو طوفاني څپو سخت زيانونه ورسولانځور: Yasushi Kanno, The Yomiuri Shimbun/AP/dapd

د زلزلې څخه يوه ورځ وروسته هم لا تر اوسه د دغې فاجعې بشپړه تاوانونه او پراختيا نه دي څرګند سوي. په سيمه کي د زلزلې وروسته د لړزېدا واړه تکانونه لا دوام لري. د بعضو اټکلونو له مخي د جاپان د تاريخ په تر ټولو زوروره زلزله کي لږ تر لږه 1000 انسانان وژل سوي دي. د زلزلې وروسته د لسو مترو څخه جګي سمندري طوفاني څپې د جاپان شمال ختيځي بندري سيمي وراني کړي وې. تر اوسه لا په نړېدلو ودانيو او لاندي سوؤ موټرونو کي په سلګونو انسانان لا درکه دي.

تر ټولو زيات تاوانونه د بندري ښار زېندای و مي ياګي نومي ولسوالۍ ته رسېدلي دي. په سيمه کي په سلګونو ودانۍ وراني سوي دي او سړکونه او پلونه له منځه تللي دي. د جمعې د ورځي وروسته د اوقيانوس سمندر په سيمه کي په پرتو 50 هيوادونو کي د سمندري طوفان سونامي خبرداری ورکول سوی ؤ.

احمدولي اڅکزی / آژانسونه

کتونکی: محمد قاسم نوري