1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يوه روغتون کښې ځوانمرگي بريد

۱۳۸۵ اسفند ۲, چهارشنبه

د خوست ښار په يوه روغتون کې يو سړی د ډاکتر کاې اغوستی او د ځان او چاودلو سره يي دری امريکايي عسکر زخمي کړي دي.

https://p.dw.com/p/DKAl
انځور: AP

دغه سړی غوښتل چې د حکومتي چارواکو او د ناتو د سرتېرو په يوه غونډه کښې گډون وکړی.
د خوست والی ارسلا جمال داسی وايي:
«يو امريکايي عسکر دغه سړی وليد او وار د واره يي پری فير وکړ او ده پدی وخت کې په ځان پوری تړلی بم ته انفجار ورکړ.»

د امريکايانو يوه نظامي منبع دا خبر هم ورکړی دی چې دوه ورځې مخکښې د کنړ په ولايت کښې هم يو امريکايي عسکرد مرمئ په ويشتلو سره مړ شوی دی.

د تېر کال په جگړو کښې څلور زره کسان وژل شوي دي. دا کال د يو زر او يو کال وروسته ته ټولو خونړئ کال و.